د روژې نهمه ډالۍ | سخت ګناهونه او پایلې یې

د روژې نهمه ډالۍ | سخت ګناهونه او پایلې یې اسلامي

ځینې داسې ګناهونه دي چې الله تعالی او د هغه رسول سخت پرې ناراضه کیږي. نن په ټولو اسلامي ټولنو کې دغسې ګناهونه خورا ډېر جاري دي. بده لا دا چې ټول ښه په پوهېږي مګر بیا هم پایښت ورکوي چې دا ډېر خطرناکه حالت دی.

په کومه ګناه چې عمر او رزق کمېږي، هغه د مور او پلار سره بد سلوک دی.

په کومه ګناه چې پر انسان لعنت ویل کیږي، هغه درواغ دی.

د کومې ګناه سزا چې په دنیا کي ورکول کیږي، هغه ظلم دی.

په کومه ګناه چې الهي عذاب نازل کیږي، هغه زنا ده.

د کومې ګناه سره چې الله او د هغه رسول د جنګ اعلان کړی دی، هغه سود دی.

په کومه ګناه چې ټول انسانیت تباه کیږي، هغه ناحقه قتل دی.

په کومه ګناه چې نعمتونه اخیستل کیږي، هغه تکبر او ناشکري ده.

په کومه ګناه چې دعاوې نه قبلېږی، هغه حرام خوړل دي.

په کومه ګناه چې باران پر وخت نه کیږي، هغه د زکات په ورکولو کې کوتاهي ده.

په کومه ګناه چې رب ناراضه کیږي، هغه د مور او پلار ناراضه کول دی.

هو ، رب دې موږ د ټولو کوچنیو او لویو ګناهونو څخه وساتي، آمین. خو اراده او فیصله اول په موږ اړه لري.

تړلي موضوعات