د روژې څلورمه ډالۍ؛ حُسن ظن (ښه ګومان)

د روژې څلورمه ډالۍ؛ حُسن ظن (ښه ګومان) اسلامي

يو کوچي ته یې وويل : ته به مړ شې . هغه وویل : بيا چیری ځم ؟

ورته وويل شول : د الله حضور ته.

کوچي وويل: تر نن ورځې چې مې کوم خیر ليدلی دی، د الله له درکه می ليدلی دی. نو بيا د هغه سره له ملاقاته ولی بېرېږم ؟

هو، دا څومره ښکلی ګومان یا حسن ظن دی پر خپل رب!

د سلفو له يو بزرګ څخه پوښتنه وشوه: آیا ته داسې څوک پېژنې چی دعا يې قبلېږي؟

بزرګ ځواب ورکړ : یا ، خو زه هغه پېژنم چې دعاګانې قبلوي « یعنې د الله ذات !» 

هو ، څومره ښکلی حسن ظن دی.

ابن عباس (رض) ته یو بدوي راغی او پوښتنه یې وکړه : حساب به څوک اخلي؟

ابن عباس (رض) وفرمايل : الله!

بدوي په خوشحالۍ سره وويل : د کعبې په رب دې می قسم وي چی بيا موږ نجات وموند .

هو ، څومره غوره حسن ظن دی پر خپل رب!

یو ځوان د مرګ په وخت کې و ، مور يې په ژړا سوه . ځوان د مور لاس ونیوی او پوښتنه یې وکړه : مورې، که زما حساب تا ته وسپارل شي، نو ته به څه راسره وکړې؟

مور یې وويل : زه به رحم وکړم او بخښنه به درته وکړم .

ځوان وویل : مورې، الله ستا څخه زيات رحيم دی، نو بيا د هغه حضور ته د تللو په وخت کې ولې ژاړې ؟

هو ، څومره ښه ګومان دی پر خپل رب باندې!

الله تعالی د حشر منظره بيانوي او فرمایي : وخشعت الأصوات للرّحمٰن. یعنې: او هغه ورځ به ږغونه د رحمان په وړاندې خاموش شي.

په دې د حشر ساعت کې هم الله خپل ځان د رحمان په صفت یاد کړ، نه د جبار په نوم . دا د رحمت څخه ډک یو پیغام دی!

نو یا الله ! موږ په دې دنيا ، قبر، حشر او آخرت کی په خپل فضل او کرم کې وساته، آمین یا رب العالمین.

تړلي موضوعات