د پيشنمي او روژه ماتي لپاره غوره خواړه کوم دي؟

د پيشنمي او روژه ماتي لپاره غوره خواړه کوم دي؟ طبي او روغتیايي

روژه چې د روحي تزکيې او بدني روغتيا لپاره يو غوره فرصت دی، خوړو ته د نه پاملرنې له امله په کې ځينې خلک له ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي. 

روغتياپوهان څرګندوي چې روژه له يوه پلوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، لکه مېتابولېزم کې بهتري راتلل او د وينې د فشار او کوليسټرولو کابو کېدل، خو له بل پلوه که غيرمتوازن خواړه وخوړل شي؛ ښايي انسان بې دمه او يا په چاغښت اخته کړي.

له همدې امله اړينه ده چې د دې مبارکې مياشتې په اوږدو کې يو متوازن صحي غذايي نظام وکارول شي، څو د بدن فعاليت او عامه روغتيا هم وساتل شي او د بدن اوبه هم پوره وي.

پيشنمی

پيشنمی د روژې نيولو لپاره د اسلامي شريعت او طب دواړو له مخې اړين او اساسي بلل شوی دی، دې سره روژه‌تي هغه انرژي ترلاسه کولی شي، چې د ورځې په اوږدو کې د خپل فعاليت لپاره ورته اړ دی، روغتياپوهان وايي غوره ده په پيشنمي کې داسې خواړه وخوړل شي، چې په لاندې توکو مشتمل وي:

کاربوهايډرايټ:

لکه وړه، مېوې، حبوبات او غلې په لوړه کچه کاربوهايډرايټ لري، چې بدن ته د اوږدمهال لپاره انرژي ورکوي.

پروتينونه:

چې په هګيو، کم غوړ لرونکو پنيرو، شيدو او مستو کې ترلاسه کېږي، چې انسان ته د مړښت احساس ورکوي او د عضلاتو روغتيا ساتي.

صحي غوړ:

لکه هغه وچې مېوې چې مالګه نه وي پرې پورې شوې، د زيتونو، اوفوکاډو او سلمون کب غوړ، چې مړښت راولي او بدن ته ګټور غوړ اسيدونه ورکوي.

دغه راز بايد له مالګينو او سره شويو خوړو ډډه وشي، ځکه دا د ورځې په اوږدو کې د تندې لامل ګرځي.

 

روژه‌ماتی

روژه ماتي کې هم بايد خواړه متوازن او غذا بښونکي وي، بهتره دا ده چې لومړی دغه خواړه وخوړل شي:

خرما: 

چې د اسلام ستر پېغمبر صلی الله عليه وسلم به هم خپله روژه په خرما ماتوله، دا په فايبرونو غني ده او بدن ته چټکه انرژي ورکوي، د روژې ماتولو لپاره تر ټولو غوره غذا بلل کېږي.

اوبه يا شيدې څښل:

څو د ورځې په اوږدو کې د بدن کم شوي مايعات پوره کړي.

پوره خواړه خوړل:

چې سبزيانې او له غوړو پاک پروتين په کې وي، دغه راز حبوبات هم د اساسي غذايي توکو د ترلاسه کولو لپاره په کې ګټور دي.

روغتياپوهان وايي چې له ډېرو غوړو او سرو شويو خوړو بايد ډډه وشي، ځکه دا په انسان سستي راولي او هاضمه يې اغېزمنوي، دغه راز د ډېرو خوږ خوړو په ځای بايد تازه مېوې وخوړل شي.

تړلي موضوعات