د اسلامي تمدن د ټاټوبي تاجکستان د اسلام پرضد جګړه!

د اسلامي تمدن د ټاټوبي تاجکستان د اسلام پرضد جګړه! اسلامي

په دې لیکنه کې به تاسو ته د اسلام د پخواني تمدن د ټاټوبي په اړه کوم چې نن ورځ په بشپړه توګه هېر شوی ولیکم، چې هغه ننی ټپي تاجکستان دی.

تاجک سني مذهبه مسلمان ولس دی چې په فارسي ژبه او تاجکۍ لهجه غږېږي، دوی په علم او عرفان، شعر او ادب او دين ته په ژمنتيا شهرت لرلو.

 

تاجکستان د هغو اسلامي جمهوريتونو څخه دی چې په ۱۹۹۱زيږديز کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځته شو، د تاجکستان ځيني اسلامي ښارونه وو چې نن ورځ د تاجکستان له پولو بهر پراته دي، لکه: بخارا، سمرقند او داسې نور چې اوسېدونکي يې په تاجکۍ ژبه خبرې کوي. تاجک په فطري لحاظ دين پلوه ولس دی چې د ماوراء النهر هېوادونو په ولسونو کې تر نورو دين ته ډېر ژمن او پرې پوه ول.

 

له ۱۹۹۲م کال راهيسې د تاجکانو د هېواد مشري يو مشهور ديکتاتور کوي چې امام علي رحمانوف نومېږي، له هماغه وخت راهيسي يې د تاجک مسلمان ولس د ديني هويت په تغيرولو پیل کړی او په دې لړ کې يې له داسې پاليسو کار اخيستی چې د تاجک ولس د تاريخ، دين، ژبه او کلتور يې په نښه کړی کوم چې تاجک ولس پرې وياړ کاوه.

 

په دې تېرو درې لسيزو کې رحمانوف د خپل واک پرمهال د اسلام مبارک دين او پيروانو پر خلاف يې سرسخته له دښمنۍ ډکه جګړه پیل کړې، تر لس زرو (۱۰۰۰۰) پورې مساجد او ديني مدرسې يې په ټول تاجکستان کې تړلې، د رسمي احصائيو پر اساس يوازې په ۲۰۱۸م کال کې تاجک چارواکو تر ۲۰۰۰ پورې مساجد وتړل او اوسمهال په ټول هېواد کې د ديني زده کړو يوازې يو مرکز شتون لري.

 

په ۲۰۱۲م کال کې د اسلامي جماعتونو او ديني تمايلاتو او ليدلورې اړوند د بندېزونو لګېدو راهيسې يې زرګونه علماء، داعيان او د دينې زده کړو طالبان بنديان کړي چې ترڅنګ يې له هېواده بهر ديني زده کړو ترلاسه کولو لپاره په سفر هم بندېز پورې کړی.

 

د رسمي اعترافونو پر اساس يوازې په ۲۰۱۵ کال کې يې تاجکستان په ختلان ولایت کې د رحمانوف رژيم چارواکو په ۱۲۸۱۸ تنو سړيو ږيري ښريېلې او په ۶۷۰۰ ښځو يې حجابونه لرې کړي.

 

رحمانوف په مطلق ډول ښځې جوماتونو ته له ورتګ منع کړې او سړيو کې يې يوازې هغو ته د ورتګ اجازه ورکړې چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو پورته وي او حج ته د ورتګ لپاره يې د ۳۵ کلونو عمر شرط ټاکلی! د دې ترڅنګ يې رسمي دولتي او تعليمي ادارو ته د ږيره لرونکو سړيو او محجبو ښځو په ننوتلو په مطلق ډول بندېز لګولی.

 

رحمانوف چې په مسلمانه سني کورنۍ کې زيږېدلی، د روسي کمونست ګونډ غړيتوب يې لرلو چې بیا يې د خلق ديموکراتيک ګوند بنسټ پخپل هېواد کې کېښود او مشري يې ترلاسه کړې چې وروسته بيا ولسمشر او اوس ځان ته د تاجک ټبر مشر وايي، هغه او کورنۍ يې د خپل هېواد د سياست او اقتصاد چارو په لاس کې واخيستي او اوسمهال د اساسي قانون په اساس د هر ډول قانوني برخورد او حساب څخه مصون او پورته دی!

 

په دې وروستيو کې د رحمانوف رژيم د اسلام د مبارک دين ضد قوانين لا پسې تشديد کړل او په ښځو يې د برقې او نقاب، تور حجاب کارولو او د غاړې په پټولو بندېز پورې کړ، همدارنګه حاجيانو او معتمرينو باندې يې د بیت الله شريف څخه د راګرځېدو پرمهال د هر ډول لمانځنې مراسم منع کړل او دليل يې د دوی په ګومان د تاجکي ملي ارزښتونو ساتنه او د عربو او ترکانو د لباس او عادتونو د خپرېدو مخنيوی په ګوته کړی!

 

د هغه نړۍ پر وړاندې چې د ازادۍ، ديموکراسۍ او بشر حقوقو نعرې وهي دا هرڅه ترسره کېږي او له ۳۰ کلونو راهيسې رحمانوف او حزب يې وکړای شول په هېواد په مطلق ډول واک ترلاسه کړي، نور احزاب يې له منځه يوړل او د هر مخالف غږ د ځپلو په هڅه کې دي! کوم مخالفين چې په بهر کې اوسېږي هغوی هم په بهر کې د اختطاف او يا په داخل د تاجکستان کې د کورنيو د غړو د نيولو له خطر سره مخ دي!

 

په دې وروستيو کې د تاجکستان پارلمان داسې يو پرېکړه ليک ته رايه ورکړه چې له مخې به يې د کوچني او لويو اخترونو په لمانځنه بندېز ولګول شي، همداراز په اسلامي حجاب به هم کوم چې دوی يې پردی لباس بولي بندېز پورې شي!

 

د ديني او اسلامي ارزښتونو پرضد جګړه د رحمانوف رژيم عادت ګرځېدلی کوم چې له درې لسيزو د اورو او زور په مټ په تاجک مسلمان مظلوم ولس حکومت کوي.