د الجزيرې تازه مستند کې د «اقصی د طوفان» پټ اړخونه؛ د طوفان لامل، پلانونه، پايلې او...

د الجزيرې تازه مستند کې د «اقصی د طوفان» پټ اړخونه؛ د طوفان لامل، پلانونه، پايلې او... فلسطین

د لومړي ځل لپاره د حماس د عملياتو د رهبرۍ له خونې معلومات...

الجزيره عربي چېنل د «ما خفي أعظم» په نوم په يوه تازه خپاره کړي مستند کې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» له لوري د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د پيل شويو بريدونو «طوفان الأقصی» هغه اړخونه رابرسېره کړي، چې تر دې دمه له عامو سترګو پټ وو.

په دې مستند کې د کتائب القسام مشر محمد الضيف او د حماس شهيد شوی مشر يحيی السنوار ليدل کېږي، چې د بريدونو پلان جوړوي او وروسته د بريدونو امر کوي. د حماس د دې دوو تنو لوړپوړو مشرانو تر څنګ عزالدين الحداد هم په دې مستند کې خبرې کړي، هغه سړی چې د حماس په نظامي برخه کې د غزې د لوا مشري په غاړه لري، اسرائيل يې د دې طوفان تر ټولو ډېر مسؤل تن او د حماس د ځواک بيا رغوونکی بولي او په ځلونو يې د هغه د ترور هڅې کړې دي. 

په دوی سربېره د يادې ورځې د بريدونو نور قومندانان، د چارو غربي او اسرائيلي متخصصين او شنونکي او نور هم د دې بريدونو د پيل او پايلو په اړه غږېدلي دي.

محمد الضيف

د کتائب شهيد عز الدين القسام مشر محمد الضيف د حماس د دې بریدونو له پيل څو ورځې وړاندې د عملياتو د رهبرۍ خونه کې ولاړ دی او د برید د پلان عملي کولو وروستۍ لارښوونې کوي: «موږ ښايي وړاندې لاړ شو او دا به يو ډول وار مخکې کول وي؛ داسې چې موږ به وکولی شو د ټول تاريخ لوری بدل کړو، په دې زماني شېبو کې دې پيل زموږ له لوري وي، موږ به د الله له ورځو يوه ورځ ترلاسه کړو، چې بيرغونه به په کې پورته وي».

هغه په يوه بله صحنه کې وايي:

«زموږ د ملت او امت خلکو، د نړۍ ازاده ګانو، نن ورځ د اقصی غوسه انفجار کوي؛ زموږ د ملت غوسه، زموږ د امت غوسه او د نړۍ د ازادو خلکو غوسه...».

محمد الضيف چې له ډېر پخوا راهيسې اسرائيلو ته مطلوب مشر دی، په دې وېډيو کې د يوې خونې دننه د اقصی انځور ته ولاړ دی او اشعار وايي: لکه ته (اقصی) چې دلته يې، داسې زه هم دلته رازرغون يم، او زه په دې زمکه کې زرګونه زڼي لرم؛ دا سرکښان که هر څو زموږ د راويستلو هڅې وکړي، خو دا زڼي به رازرغونېږي.

زه دلته يم؛ په خپل ګران او د ډېرې ورکړې والا وطن کې، چې موږ هم همداسې سخيان او د ډېرې ورکړې والا يو، مزل لنډوو، مسير نه ورکوو.

د الجزيرې له راپور سره سم ترلاسه شوی يو سند ښيي چې محمد الضيف د اکتوبر په پنځمه په دې سند کې د اقصی د طوفان د پيل کولو امر کړی. د سند په پای کې د پرېکړو تر عنوان لاندې تر ټولو مهمه پرېکړه همدا شوې، چې د اکتوبر په اوومه دې د سهار په شپږ نيمو بجو له ضميمه جدول سره سم عمليات پيل شي.

عز الدين الحداد

د محمد الضيف نږدې ملګری او د اقصی طوفان يو رهبري کوونکی، چې د کتائب القسام د عمومي شورا غړی هم دی، په دې مستند کې ښکاري چې د اکتوبر په اوومه د الله د نوم په اخيستو د عملياتو د پيل امر کوي، الجزيرې په دې مستند کې له نوموړي سره خبرې په داسې ورځو کې کړې دي، چې د حماس او اسرائيلو ترمنځ په اوربند هوکړه نوره په وروستيو شېبو کې وه. همدی و چې په دې خبرو اترو کې يې د حماس په دريځ ټينګار وکړ، هغه وايي: «د امريکا او غرب له لوري د ملاتړ کېدونکي نيواک د مشرانو په مخ کې به له دې بله لار نه وي، چې زموږ له عدالته ډکو غوښتنو ته غاړه کېږدي؛ چې دا تېری ودروي، د غزې له تړانګې په بشپړ ډول ووځي، د نيواکګرو له زندانونو زموږ بنديان راخوشې شي، په ځانګړي ډول هغوی چې د عمري بند سزا ورکول کېږي، د کلابندۍ ماتول او د غزې بيا رغول». 

د جګړې پيل څنګه و:

عز الدين الحداد يې په اړه وايي چې د بريد له پيل څلرويشت ساعته وړاندې د رهبرۍ او ولکې خونې او د عملياتو د مرکزي خونې تر منځ اړیکه ټينګه شوه؛ لومړی د جګړې ډګر ته تلونکي مجاهدين راټول شول او ملاتړي ځواکونه چمتو شول.

د جګړې د ډګر ګډونوال څه وايي:

الجزيرې په دې اړه د حماس له يوه هغه قومندان سره غږېدلی دی، چې په دې بريد کې يې ګډون کړی و، هغه وايي: «له ټاکلي وخت سره سم د مجاهدينو مشر د دې لوی برید د پيل امر وکړ او بيا د اقصی طوفان له پلان سره سم په څو پړاوونو کې پيل شو». 

«له امر سره سم ۳۰۰۰ مجاهدينو عمليات پيل کړل او ۱۵۰۰ نور د ملاتړ په نکاتو کې ځای په ځای وو او بيا د اسرائيلو په نظامي مرکزونو او نورو اهدافو توغندي ورول پيل شول، چې ۳۵۰۰ توغندي پرې وورول شول، ۱۰۰۰ نور توغندي د حتسور، حتساريم، نتفاتيم، تل نوف او بلماقيم په هوايي ډګرونو د دې لپاره وتوغول شول چې د دښمن ځواکونه له هوايي ملاتړه بې برخې شي. دغه راز ۱۰۰۰ توغندي د دې لپاره ځانګړي شول چې د بريدګرو مجاهدينو پرمختګ تضمين کړي».

اهداف:

د بريد د امر وثيقه ښيي، چې د عملياتو له پيل وړاندې ټاکل شوي اهداف په ګوته شوي وو، چې د حماس توپچي او سمندري ځواکونه بايد هممهاله پرې بريدونه وکړي او د سبا ورځې ويډيوګانو د دې پخلی وکړ، ځکه د قسام مجاهدين وتوانېدل چې د غزې تړانګې په اوږدو کې څو ځايه له امنيتي دېواله تېر شي او د اسرائيلي پوځ د غزې د ټولي مرکزونه په نښه کړي.

د پوځي چارو شنونکي مايک ميهايلوويچ غزې سره پوله د نړۍ تر ټولو خوندي او تر کلک څار لاندې پوله وبلله، چې ترې تېرېدل نږدې ناشوني دي.

خو کتائب القسام کې د جګړې ګډونوال يو قومندان وايي: «کله چې موږ ته د بريد امر وشو؛ موږ په بشپړ ډول هغه سيمه وڅارله او تحليل مو کړه، په کومه چې بريد کېده او له دې امله چې له اسرائيلي مېشتو سيمو سره په پوله امنيتي دېوال يو ستر خنډ و، نو په کې کارول شوي ټول مواد مو په ښه توګه وڅېړل څو ماتول يې شوني شي. له اووم اکتوبر وړاندې شوې ويډيوګانې ښيي، چې حماس دغه سيمه په پرله‌پسې توګه په شد او مد وڅارله او د همدې په پايله کې يې د بريد په ورځ ځينې اسرائيلي افسران هم په نښه کړی شول او دغه امنيتي دېوال يې هم په رڼا ورځ مات کړی شو.

دغه راز په همدې ورځ د اسرائيلو د متوقع بريد د مخنيوي لپاره چمتووالی نيول شوی و.

د اړيکو وسايل نه کارول

په ياد سند کې د حماس ټولو مجاهدينو ته امر شوی، چې د اړيکو ټينګولو هيڅ بې سيمه او سيم لرونکي وسايل و نه کاروي، څو عمليات په پوره توګه په پټه ترسره شي.

له دېوالو ماتولو وروسته:

د حماس قومندان وايي، چې د دېوال له ماتولو سره سم بريدګر مجاهدين ټول د هوا، وچې او سمندر له لارو اسرائیلي مېشتو سيمه ته دننه شول او دېوال ته څېرمه ټول ۱۵ پوځي مراکز يې تر بريد لاندې ونيول، چې شمال کې له يفتاح پوځي مرکزه پيل شو او تر ايمتای پوځي مرکزه وغځېدل.  ورپسې مجاهدين په مخ ولاړل او په ريعيم سيمه کې د غزې د فرقې مرکز ته ورسېدل. مجاهدين دغه راز د اسرائيلي خورا پټو مرکزونو ته ورسېدل چې دې کار دښمن بېخي هک پک کړ.

د منځني ختيځ د چارو متخصص ليکوال انډرياس کريګ د دې سوال په ځواب کې چې له شپاړلسو کالونو له ډېر وخت راهيسې د اسراييلو له لورې له کلابندې يوې کوچنۍ سيمې نه هممهال هوايي، ځمکنی او سمندري بريد تاسو څنګه وارزاوه؛ وويل: «موږ چې لندن کې سهار راولټېدو او دا ويډيوګانې مو وليدې نو هيڅ باور مو نه راتله، نه يوازې دا چې د امنيتي دېوال د ماتولو او د حماس د بريدونو څرنګوالي هيښ کړي وو، بلکې د حماس له لوري د الوتکو او بېړيو کارولو هيښ کړو، دا بېخي استثنائي شی و».

 لندن کې د کېنګز کوليج پوهنتون کې د منځني ختيځ د سياستونو استاذ ګيروين ګونېنګ د الجزيرې د خبريال د دې سوال په ځواب کې چې دا هغو اسرائیلو ته څومره هيښوونکې وه، چې په خپلو امنيتي او استخباراتي ځواکونو سخت وياړي؛ وويل: «دا په رښتيا هم اسرائيلي ټولنې لپاره يوی لوی ټکان و، لکه ما چې وويل: اسرائيل په دې فخر کوي، چې مستقل دولت او مشري لري، خو حماس وتوانېدل ټول خنډونه له منځه يوسي او اسرائيلي سيمو ته جګړه ورننباسي، دا په ټوله کې د ټول هېواد لپاره يو ټکان و او په ځانګړي ډول استخباراتو، پوځ او د ننتنياهو د حکومت لپاره يو ستر سپکاوی و».

 د اسراييلي پوځ پخوانی سلاکار او استخباراتي افسر الون اويتار د بريد د پيل شېبو په اړه وايي: «د لومړي نيم ساعت لپاره ما په هغه څه هيڅ باور نه کاوه چې اورېدل مې، زه بايد ومنم چې ما هيڅ باور نه کاوه، وروسته مو له بېلا بېلو لوريو سره اړيکه ونيوه او په باوري کېدو شو، دوه ساعته وروسته زه د اسراييلو ۱۲ چېنل سټوډيو ته وغوښتل شوم، هلته مې داسې صحنې وليدې چې کله مې هم نه وې ليدلې، موږ خپل سرونه ټينګ نيولي وو او دا هر څه مو نه شو باورولی، شمېرو هک پک کړو، د حماس ځواک هک پک کړو، د حماس له لوري د امنيتي دېوال ماتېدل په ۶۰ بېلا بېلو برخو کې وو، ۶۰ بېلا بېل ځايونه؛ يو لوی نظامي لښکر هم داسې نه شي کولی».

د حماس له لوري چټک او ناڅاپي بريد د اسرائيلو د غزې ټولی ډېر ژر له منځه يووړ.

په دې پوځي مرکزونو کې څه وو؟

مستند کې د حماس قومندان څرګندوي چې په ډېری دغو پوځي مرکزونو کې د پوځي عملياتو د رهبرۍ خونې، د سرتېرو د اوسېدو خونې، پوځي ټانکونه، زرې ټانکونه، د تکنالوژۍ او ولکې خونې، د څار د برجونو د استخباراتو د څار خونې، د وسلو او تجهيزاتو ذخيرې او... وو. ورپسې د دې مرکزونو د نيولو صحنې ښودل کېږي.

د اسرائيلي پوځ پخوانی سلاکار او استخباراتي افسر الون اويتار وايي: «زه په دې باور يم چې حماس ته د خپلې بريا کچه او د اووم اکتوبر پايلې هيښوونکې وې، زه په دې باور يم چې د حماس نسبي بريا د اسرائيلي فکر د طرز د دقيقې او عميقې مطالعې پايله وه».

د بريد لاملونه

د اووم اکتوبر له بريد وروسته چې اسرائيلو د فلسطينيانو نسل وژنه پيل کړه، ځينو خلکو د دې هر څه پړه په حماس اچوله، دا چې دا بريد ولې په دې وخت وشو او لاملونه يې څه وو، مستند کې پرې د کېنګز کوليج پوهنتون استاذ ګيروين ګونېنګ په تبصره کې ويلي: «لومړی لامل دا و چې د سيمې ډېری عربو هېوادونو اسرائيلو سره د اړيکو ښه کولو تړونونه ترسره کول، بې له دې چې د جلا فلسطيني دولت په رامنځته کېدو ټينګار وکړي، بل لامل يې دا و چې د غزې په ګاونډ کې په غربي تړانګه کې د اسرائيلو له لوري په فليسطينيانو بريدونه ډېر شوي وو، چې په وروستيو کې ډېر فلسطينيان د سيمو پرېښودو ته اړ شوي وو، درېيم لامل خپله په غزې پورې تړلی و، چې دا سيمه له ۲۰۰۷ز راهيسې کلابنده وه.

عزالدين الحداد په دې اړه وويل: «په دې سربېره زه يو بل لامل هم اضافه کوم چې زموږ د بنديانو په ضد د اسرائيلي اشغالګرو وحشت و، چې د نازي متعصب وزير «بن غفير» تر مسؤليت لاندې راوستو نه وروسته له سختو کړاوونو سره مخ وو، چې څوک يې له لوږې ووژل او څوک يې د نورې بې پامۍ له امله ووژل او په چا يې د عمري بند سزا واړوله. هغه د دا ډول ډېرو بنديانو نومونه ياد کړي دي.

الحداد وړاندې زياته کړې ده، چې د اسرائيلي تجاوز په وړاندې د نړېوالې ټولنې د ارادې بدلولو لپاره زموږ هيڅ هلو ځلو نتيجه ور نه کړه، فلسطيني وګړو که د القدس او اقصی د حرمت ساتلو لپاره هر څو چيغې وکړې، خو د اورېدو لپاره يې غوږونه نه وو.

ورپسې په دې اړه د کتائب القسام د مشر محمد الضيف د وينا يوه برخه ده: «او اقصی جومات له پاسه د خيالي هيکل جوړولو اړوند د دوی نيت هم پټ نه دی، د اقصی جومات په ساحه کې يې زموږ د ګران پېغمبر صلی الله عليه وسلم د ښکنځلو ګستاخي هم وکړه، هغوی د اقصی د نړولو لپاره سرې غواګانې هم راوستې وې، چې دلته يې وسوزوي او د ايرو اوبه يې وشيندي».

الحداد وايي: «غزه کې يې منهجي کلابندي نوره هم سختې کړې وه او زموږ ملت لپاره يې تدريجي مرګ غوښت، موږ په تړلو لاسو د دې هر څه ننداره نه شوه کولی، ځکه نو د دښمن د پروګرام شوي پلان د خرابولو لپاره د اقصی طوفان ته اړتيا وه، څو يوه بې ساری او لړزوونکی ګوذار وخوري». 

د هغه په وينا موږ بيا بيا د دې خبرداری ورکړی و چې دا نه د منلو ده او نه ورسره موږ ګوزاره کولی شو، خو اشغالګرو کوښښ کاوه موږ سره چل ول وکړي او زموږ مقاومت له منځه يوسي او د دې لپاره کوچنۍ اسانتياوې رامنځته کولې، خو په بدل کې يې غوښتنه دا وه چې د غربي تړانګې او القدس وضعيت او د بنديانو قضيه له غزې سره و نه تړو. همدا د دې لامل شو چې موږ په نظامي لاره غور ډېر کړو، ځکه بله هيڅ لاره نه وه پاتې، نو د نظامي سيستم مشرتابه امر وکړ چې معلومات راټول او پلانونه چمتو شي.

ايا اسرائيلو په غزه د بريد نيت درلود؟

د اسرائيلي پوځ پخوانی سلاکار او استخباراتي افسر الون اويتار وايي: «دا ښه پوښتنه ده، ځکه د اسرائيلي امنيتي ادارو دننه په دې اړه خبرې اترې کېدې، په ځانګړي ډول په امنيتي کچه او دې نه په ټيټه کچه؛ په سياسي کچه او د نتنياهو په دايره کې، په امنيتي کچه او په شاباک کې دا ويل کېدل چې غزه کې د روان وضعيت په ضد بايد يو څه وشي».

خو الحداد خبره نورو هم سپينوي، چې «موږ داسې نښې نښانې ليدې او داسې معلومات مو ترلاسه کړي وو، چې د دښمن له دې نيته يې پرده پورته کوله، چې په غزه د يوه ويجاړوونکي بريد نيت لري. او دا ځکه چې اسرائيل په دې قانع وو، چې موږ به کله هم د دوی په اشارو و نه چلېږو. زموږ ترلاسه کړو معلوماتو هغه وختونه ښودل چې اسرائيلو په کې په غزه د بريد نيت درلود او هغه له يهودي اخترونو سمدستي وروسته وو، چې لومړی به پراخ هوايي بريدونه کوي او د مقاومت ټولې ډلګۍ به په نښه کوي او ورپسې به زموږ د وطن او ملت په ضد پراخ او ويجاړوونکی ځمکنی بريد کوي، موږ دا معلومات جدي ونيول او په بدل کې مو له ټولو منځګړو سره اړيکې ټينګې کړې او ورسره مو د استخباراتي معلوماتو د پراخولو او نظامي ټکر ته د چمتووالي لارښوونې وکړې».

د اسرائيلو ۱۲ چېنل په دې اړوند په يوه تحقيق کې وايي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو له امنيتي ادارو سره ناسته درلوده؛ د شاباک رئيس په دې غونډه کې د حماس د مشرانو د له منځه وړلو پلان وړاندې کړل چې سنوار او الضيف هم په کې وو، د اسرائيلو لوی درستيز له هغه سره موافقه وښوده او ويې ويل: موږ اړ يو چې په غزه يو لوی بريد وکړو».

 ايا حماس اسرائيل تېرويستلي وو؟

نور بيا...

تړلي موضوعات