سعودی متخصص: چايو کې بوره ښايي په ګواښونکې ناروغۍ بدله شي او کنټرول يې ۴۰ سلنه روغتيايي ستونزې اواروي
د سخت چاغښت د جراحۍ، لپروسکوپي او عمومي جراحۍ سلاکار ډاکتر سعيد السريعي څرګنده کړې ده، چې په چايو کې د سپينې بورې ګډول ښايي هغه په يوه ګواښونکې ناروغۍ بدله کړي. دغه سعودي متخصص ويلي، چې په چايو کې بوره په عمومي روغتيا منفي اغېز غورځوي او له چاغښت سره هم اړيکه لري.
السريعي په ټولنيزو شبکو په يوه ويډيو کې زياته کړې ده، چې چای چې «د لويانو څښاک» په نامه مشهور دی؛ له بورې پرته به ښايي ګټور وي، خو چې سپينه بوره ورګډه شی؛ نو د هغو کالوريانو سرچينه ځينې جوړېږي، چې بدن کې د غوړو په توګه راغونډېږي. د هغه په وينا «يوازې چای صفر کالوريانې لري، خو چې سپينه بوره ورزياته شي؛ نو په روغتيا ژور او له ګواښه ډک اغېز پرېباسي».
سپينه بوره څه اغېز لري؟
السريعي څرګنده کړې چې د سپينې بورې خوړل په وينه کې د خوږې د کچې د کابو کولو په هڅه کې د انسولين هرمون د افراز لامل کېږي او سره له دې چې بوره په موقتي ډول د خوشحالۍ شعور ورکوي، خو دا اغېز ژر له منځه ځي او له امله يې انسان د حلوا په څېر د ارامۍ په نورو سرچينو پسې لټه کوي. ډاکټر ټينګار کړی چې ډېر خلک په دې باور دي، چې دا خوښي يا ارامي د چايو د څښاک له امله ده، خو هغه اصلا په دې چايو کې د ګډې شوې بورې له امله وي.
السريعي دې ته اشاره کړې، چې په سپينه بوره او نورو خوږو شيانو کابو راوستل ښايي د ټولنې ۴۰ سلنه روغتيايي ستونزې اوارې کړي، چې چاغښت او شکره هم په کې دي. هغه د شاتو د مچيو ګبينی د بېلګې په توګه ياد کړ، چې د څلورو بشپړو خوراکونو په اندازه کالوريانې لري، خو بيا هم له خوړو مخکې د اشتها جوړونکي په توګه خوړل کېږي.
ډاکټر په خوراک څښاک کې په اسراف نيوکه وکړه او ويې ويل چې غير صحي خوړنيز عادتونه لکه د خوږو او حلواګانو خوړل، له غوړو سره د خوږې د ګډېدو له امله د چاغښت ستونزې زياتوي، چې له امله يې په بدن کې د ټرای ګليسرايډ کچه لوړېږي.