د زيتون پاڼې د ګڼو وژونکو ناروغيو په مخنيوي کې مرسته کوي
د جنوبي اسټراليا پوهنتون ساينسپوهانو موندلې ده، چې د زيتون د پاڼو نچوړ ښايي لويې روغتيايي ګټې ولري، چې د وينې لوړ فشار ټيټول، په وينه کې د غوړو کچه تنظيمول او له اوږدمهاله ناروغيو خوندي ساتل په کې شامل دي.
د ۱۲ علمي څېړنو د تحليل پايلو چې ۸۱۹ تنو په کې ګډون کړی و؛ وښوده چې د زيتون د پاڼو نچوړ په وينه کې د غوړو د کچې ښه کولو او د وينې د لوړ فشار کمولو کې مرسته کوي، په ځانګړي ډول په هغو خلکو کې چې هغوی د وينې له لوړ فشاره کړېږي.
څېړنه کې د ۴۸ اوونيو لپاره ياد شمېر کسانو ته په ورځنۍ توګه له ۵۰۰ ملي ګرامو تر ۵ ګرامو د زيتون د پاڼو د نچوړ غوړوپونه ورکول شوي دي او پايلو يې وښوده چې د يادو ناروغيو په مخنيوي کې په پورتني ډول اغېز لري. په دې سربېره د ۱۲ نورو څېړنو پايلو چې ۷۰۳ تنو په کې ګډون کړی و؛ وښوده چې د زيتون د پاڼو دغه نچوړ د وينې د شکرې، د وينې د غوړو او وزن په کمولو کې هم مرسته کړې ده.
د زيتون پاڼې د هايډروکسايټايروسول، لوټولين، اپيګينين او ويرباسکوسايډ په څېر نور اڼټي اکسيډانټ مرکبات هم لري، چې د اکسيډيټ فشار - کوم چې DNA او حجرو ته زيان رسولي شي- کمولو کې مرسته کوي، او ورپسې د سرطان او زړه د ناروغيو په څېر د ناروغيو مخنيوي کوي.
دغه راز نورې څېړنې دې ته اشاره کوي چې د زيتون په پاڼو کې شته دغه مرکبات د مغزو په ادراکي دنده، مېتابولېزم او د هډوکو په روغتيا هم مثبت اغېز لري.
خو له دې سره سره څېړونکي اړتيا ويني، چې په دې برخه کې لا ډېرې څېړنې وشي چې د زيتون د پاڼو د نچوړ مناسب خوراک څومره دی او د څومره مودې لپاره بايد وخوړل شي.
خو سره له دې چې دا پايلې لومړنۍ دي، څېړونکي وايي چې دا د عمومي روغتيا ښه کولو لپاره يوه غوره بشپړوونکې غذا ده، په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره چې د وينې لوړ فشار يا د ميتابولېزم اړوند اختلالات لري.