ښکلې غزه د نړۍ په کچه په کنډواله بدله شوه!
د غزې ښکلا او فزیکي جوړښت یې په لاس کې د تسبو په څېر منظم او یو بل سره نښتي پلان شوې، دا تړانګه په فلسطین کې تاریخي او کلتوري ښار دی. له سواحلو اغېزمن دا ښار پراخې منظرې او لمرینې وړانګې لري، چې د موسمونو په اوښتو سره د خلکو پام ځان ته اړوي.
له ماشومان ډک دا ښار د تېر ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشت په ۷مه له کوکو او انګازو ډک شو، ګڼ کورونه د درندو بمباریو له امله و رېبل شول.
یوه خونخوار سړي دا سیمه کې له هماغه سهاره د خلکو خوب، خوراک او څښاک نارام کړ، په مخ غټ کڅوړن سترګي نتانیاهو هلته پر ښځو، ماشومانو او حتی پر مرغانو هم تګ راتګ حرام کړ.
تر دې مهاله ۴۶۰ ورځې ووتې؛ خو یو خونخوار د بنې آدم پر اولادې بې رحمه سترګې نه دي رپولي او نه یې هم د تورو ټوپکو له ماشو ګوتې شاته کړي.
۱۶۰ زره عام فلسطیني، شهیدان، معیوب او یا تر خاورو لاندې شول. سربېره پر دې هره ورځ غزه کې خلکو ته ۲۱۳ میلیونه ډالره زیان اوړي.
په همدې اړه، الجزیرې د روان ۱۴۰۳ کال د سنبلې په ۲۷ مه وویل، د اسرائیلو له لوري په ۱۲ نیمو میاشتو کې غزې ته ۸۰ ملیارډه ډالره زیان واوښت او دا لړۍ لا هم روانه ده.
د راپور په اساس، د غزې بیا رغونې پر وخت، ۷۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، چې بمبارد شوي دېوالونه، لوټې او کنډوالې پاکې او له غزې څخه یې بهر کړي.
په دغو بمباریو کې د اسرائیلو له لوري په غزې تړانګه، شاوخوا ۴۰ زره ټنه چاودېدونکي توکي وکارېدل، چې د ورانیو د انتقال پر مهال ۱،۳ میلیون ځلي لارۍ موټر ډکوي چې پاتې شوني ۴۲ میلیون ټنه کثافات او لوټې انتقال کړي.
د راپورونو په اساس، د غزې بیا رغونه او بېرته پخواني حالت ته ګرځېدل یې شاوخوا ۵۰ کاله وخت نیسې.
له دې سربېره هلته ژوند په لوړه بیه تمامیږي او شاوخوا ۱۸زره ماشومان په شهادت ورسېدل، نږدې ۳ میلیونه عام وګړي له ښارونو د بیدیاوو په لوري کډوال شوي.
غزه کې د انارو د دانو په څېر یو بل سره جوختې او منظمې ولاړې ۱۳۵ زره ودانۍ ړندو بمباریو غورځولې دي.
د جګړې په ډګر کې روان وحشت، چې انسانیت شرموي هغه پر مظلومو ښځو د بمونو لوېدل او پر لوري یې د ټوپکو شپېلیو اړول دي، هلته شاوخوا ۱۵ زره مېرمنې دي چې د صهیونېست ځواکونو له لوري پر کورونو کې دننه او یا هم له کورنو بهر له جګړې څخه د وېرې له امله د تېښتې پر مهال شهیدانې شوي.
هلته د اوسېدنې لپاره د خوښۍ څرک نه لیدل کیږي او د ماشومانو او یا لویانو پر بمونو پورته شوې غوښې د کوڅه ډبو سپیو خېټې مړوي، شاوخوا ۱۱ زره هغه کسان چې د اسرائیلو له لوري په بمباریو کې لګېدلي تر خاورو لاندې پاتې دي.
دا لړۍ لا هم د امریکا په کلک ملاتړ روانه ده، او ظالمان لا هم د ړنګو دېوالونو تر شا پرتې لوټې پر بمونو الوځوي؛ خو په عزم کلک د حماس غورځنګ په دوړو او خاورو سپېره د جګړې ډګر کې ماتې نده منلې.
چراغ ظلم ظالم تا دم محشر نمی سوزد
اگر سوزد، شبی سوزد، شب دیگر نمیسوزد
پای