خواږه مشروبات د کال ۳.۴ ميليونه د زړه او شکرې نوي ناروغان زياتوي
يوې تازه امريکايي څېړنې موندلې ده، چې په شکره د خوږو شويو مشروباتو څښلو له امله هر کال د نړۍ په کچه ۳.۴ مليونه نوي کسان د شکرې په دويم ډول او د زړه په ناروغيو اخته کېږي.
په «Nature Medicine» مهالنۍ کې خپرې شوې دغه څېړنه کې د تافټس پوهنتون څېړونکو څرګنده کړې چې د مکسيکو، کولمبيا او افريقايي سيمو په څېر د مخ په وده هېوادونو اوسېدونکي د دې ناروغيو ډېر ښکار دي.
په شکره خواږه شوي مشروبات هغو ته ويل کېږي، چې د خوند ښه کولو لپاره د سوډا، مصنوعي جوسونو او انرژي مشروباتو په څېر خوږه ورزياته شوې وي.
څېړنه کې د پرمختللو احصايوي ماډلونو په کارولو په نړيواله کچه د دې مشروباتو د څښلو او په عامه روغتيا يې د اغېز معلومات تحليل شوي دي، څو د دې مشروباتو د څښلو له امله په شکره او د زړه په ناروغيو د اخته کسانو اندازه ترلاسه شي.
د څېړنې پايلو وښوده چې په شکره د خوږو شوو مشروباتو د څښلو له امله هر کال ۲.۲ مليونه نوي کسان د شکرې په دويم ډول او ۱.۲ مليونه نوي کسان د زړه په ناروغۍ اخته کېږي.
څېړونکو ويلي، چې دغه مشروبات بې له دې چې کومه غذايي ګټه ولري؛ په چټک ډول په بدن کې هضمېږي او له امله يې په وينه کې د شکرې اندازه په ناڅاپي توګه لوړېږي.
هغوی دې ته اشاره کړې، چې په پرلهپسې ډول د دې مشروباتو څښل د وزن زياتوالی، د انسولين مقاومت او ميتابوليکې ستونزې زياتوي، چې له امله يې په شکره او د زړه په ناروغيو د اخته کېدو ګواښ ډېرېږي او دا په نړيواله کچه د مړينې دوه لوی لاملونه دي.
د تافټس پوهنتون د دې څېړنې مشر څېړونکي ډاکټر درويش مظفريان ويلي: «په شکره خوږو شوو مشروباتو ته په ټيټ او متوسط عايد لرونکو هېوادونو کې پراخه بازار موندنه کېږي، چې له امله يې د دې ټولنو کړاو لا پسې زياتېږي، ځکه دوی له اوږدمهالو روغتيايي ستونزو سره د مقابلې لپاره لازمې سرچينې نه لري».
دغه ډاکټر د ياد پوهنتون په وېبپاڼه زياته کړې ده، چې د دې پديدې د جدي مخنيوي لپاره سخته اړتيا ده، په ځانګړي ډول په هغو سيمو کې چې دا مشروبات ډېر کارول کېږي.