موبايل سره نږدې ويدېدل له ګواښه ډک دي
روغتياپوهان د خوب پر مهال موبايل ځان سره نږدې ايښودل ښه نه ګڼي او وايي چې دا ګڼ شمېر روغتيايي ستونزې راولاړولی شي، چې ان زړه ترې اغېزمن کېدی شي.
سره له دې چې موبايل زموږ د ژوند داسې بوختيا ګرځېدلې چې يوه شېبه يې هم له ځانه نه لرې کوو، خو د خوب پر مهال يې ځان ته نږدې ايښودل تاوانونه لري.
د زړه د ناروغيو يو سلاکار ډاکټر «عماد فوزي» مصراوي ويبپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې «موبايلونه داسې برېښنايي مقناطيسي (Electromagnetic) وړانګې خپروي، چې که په پرله پسې ډول وي؛ نو د زړه په برېښنايي تال اغېزه لري».
ډاکټر فوزي ويلي، چې له دې وړانګو راولاړې شوې اغېزې د زړه ټکان نامنظم کوي، چې له امله يې هغو خلکو ته ګواښ نور هم ډېرېږي، چې يا له وړاندې د زړه ناروغي لري او يا د زړه په ناروغيو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.
هغه زياته کړې ده، چې څېړنو دا هم ښودلې چې له موبايلونو خپرېدونکو يادو وړانګو ته ډېر وړاندې کېدل د خوب په ښه والي هم منفي اغېز کوي او د شپې په اوږدو کې د زړه د خپګان او فشار کچه لوړوي.
ډاکټر دې ته هم اشاره کړې، چې د موبايل له ښيښې راوتونکې شنه رڼا هم د ميلاتونين هورمون افراز ځنډوي، کوم چې د خوب د منظم کولو دنده ترسره کوي او په دې سربېره د شپې له مخې ارام ترلاسه کول کموي او په زړه بوج راولي.
د زړه د ناروغيو دغه سلاکار ټينګار کړی چې د خوب پر مهال موبايل بايد له خوبځايه لرې وي او بهتره دا ده چې يا بېخي بند او يا يې سګنل قطع وي. دغه راز د الارم کارولو لپاره هم د موبايل په ځای د عادي ساعتونو کارول غوره دي.