په پنځلسو ثانيو کې خپلې اندېښنې په دې طريقه له منځه يوسئ
د ژوند په اوږدو کې انسان په ځلونو له داسې حالاتو سره مخ کېږي، چې دی په ژور ډول اندېښمن کړي. پوهان وايي د دې اندېښنو کابو کول او له منځه وړل سخت نه دي او ځينې ساده طريقې کارول په دې برخه کې له تاسو سره ډېره مرسته کولی شي.
کالفورنيا کې د رواني ناروغيو او د مغزو د انځورګرۍ متخصص ډاکټر دانيل آمن ويلي. چې د دې چټکو او ناخوندي افکارو د مهار کولو لپاره ژوره ساه اخيستل بسنه کوي.
هغه زياتوي: «څلور ثانيې ساه کش کړئ، يوه نيمه ثانيه ساه ايساره کړئ، بيا يې د اتو ثانيو په اوږدو کې بېرته وکاږئ او بيا ځلي يوه نيمه ثانيه خپله ساه ايساره کړئ». د ۱۵ ثانيو دغه طريقه ستاسو پرېشانه افکار او اندېښنې کابو کوي او که د دريو يا څلورو دقيقو لپاره همداسې وکړئ؛ ذهن به مو ارام شي.
نيويارک پوسټ د نوموړي ډاکټر له خولې ليکلي، چې که د ساه اخيستلو دې طريقې مو درملنه نه کوله؛ تمرين ته وروګرځئ او دروند تمرين وکړئ، ځکه ثابته شوې ده، چې دا چاره په مغزو کې د ښه احساس د رامنځته کولو هورمون «سروټونين» کچه زياتوي.
د هارورډ پوهنتون اړوند د مکلين روغتون روانپوه ويرلي فابرټ وايي، د دې سيالي کوونکو افکارو اصلي ستونزه اضطراب دی، د هغه په وينا کوم خلک چې له دا ډول افکارو سره لاس او ګرېوان دي؛ تل اندېښمن وي چې کوم کارونه بايد وکړي، کوم کارونه نه دي شوي او په راتلونکې کې څه بايد وشي. په بل عبارت هغوی تل د ماضي، حال او راتلونکې په اړه اندېښمن وي.
ډاکټر فابرټ وايي، کله چې دا ډول افکار ستاسو ذهن مشغولوي؛ تاسو تمرکز نه شئ کولی او داسې احساسوئ چې په لومه کې نښتي ياست، چې همدا د اضطراب او ژور خپګان لامل کېږي او دا دوره همداسې دوام پيدا کوي.
فابرټ هم د ډاکټر آمن په څېر ټينګار کوي، چې تاسو ورزش ته وروګرځئ څو خپل اضطراب راکم کړئ. د هغه په اند د دې سيالي کوونکو افکار د شتون په منلو کولی شو چې کابو يې کړو؛ ساهګانې مو وشمېرئ، د لوست يا ملګري سره د اړيکې نيولو له لارې خپل ذهن بدل کړئ او خپلو افکارو ته د پاملرنې په پار يو وخت وټاکئ.