ممپلي د انسان روغتيا ته بې سارې ګټې لري

ممپلي د انسان روغتيا ته بې سارې ګټې لري طبي او روغتیايي

ممپلي چې ډېر کله يې خلک يوازې د اضافي خوړو په توګه خوري؛ د انسان روغتيا ته بې سارې ګټې لري، چې د ځينو خطرناکو ناروغيو مخنيوی هم په کې دی.

ممپلي خام او پاخه، يوازې او له نورو خوړو سره ګډ خوړل کېږي او د خوړو پوهان يې په اړه وايي، چې له ګڼو منرالونو او وټامنونو ډک دي.

د سعودي د روغتيا وزارت په خپله رسمي وېبپاڼه په همدې اړوند د متخصصينو له خولې ليکلي، چې د ممپليو خوراک ځکه اړين دی، چې:

·       پروتونينونه او فايبرونه لري: ممپلي انسان ته په چټک ډول د مړښت احساس ورکوي او له دې امله هغه لږ خوراک کوي، چې په پايله کې يې له چاغښت يا ډېر وزن نه ځان خلاصولی شي.

·       د ناروغيو مخنيوی: له راپور سره سم څېړنو ښودلې چې د اوونۍ پنځه ځله د ممپليو خوراک د زړه د ناروغۍ، شکرې او ځينې سرطانونو مخنيوی کوي. دغه راز د وينې د وفشار په ټيټولو کې هم مرسته کوي.

·        د زړښت ضد دي: د امريکا «د طب ملي کتابتون» وېبپاڼې له يوه مطلب سره سم ممپلي د انسان د بدن لپاره ګڼ شمېر اړين وټامنونه لري، چې په ۱۰۰ ګرامو کې يې د ورځيني مطلوب تر ۷۵٪ پورې نياسين، تر ۶۰ ٪ پورې فولک اسيد، تر ۵۳ ٪ پورې تايامين، تر ۱۰ سلنې پورې ريبوفلاوين، تر ۳۵٪ پورې پينټوتنيک، تر ۲۷٪ پورې پيريډوکسين او تر ۵۵٪ پورې وټامن E لري.

ممپلي دغه راز مګناسيم، فاسفورس، اوسپنه، مګنيز او مس هم لري، چې د انسان د بدن بېلا بېل غړي ورته اړتيا لري. روغتيا پوهان دغه راز وايي، چې د ممپليو ډېر خوراک ښايي د انسان په بدن کې ځينې حساسيتونه هم راولاړ کړي، خو خطرناک نه ګڼل کېږي.

تړلي موضوعات