شين چای کې د ليمو څښلو لس روغتيايي ګټې

شين چای کې د ليمو څښلو لس روغتيايي ګټې طبي او روغتیايي

شين چای هغه څښاک دې چې د نړۍ په مخ په بېخي ډېرو هېوادونو کې مينه وال لري، دا په انټي اکسيډانټ هم بډای دی او د التهاب ضد ځانګړتياوې هم لري. شين چای هيښوونکې روغتيايي ګټې لري، چې د مغزو ساتنه، د چاغښت له منځه وړو او د زړه له ناروغيو په ساتنه کې هم ونډه لري. په ورځينۍ توګه د شنو چايو يوه پياله څښل د ګڼو روغتيايي اختلالاتو مخه نيسي، بې له دې چې کوم جانبي عوارض ولري.

د «healthsite» وېبپاڼې له راپور سره سم څېړنو ښودلې چې د چايو يوې عادي پيالې ته د ليمو څو څاڅکی ورتويول ښايي ډېرې ګټې ولري، چې يوه په کې د بدن دفاعي ځواک پياوړې کېدل دي.

دلته موږ لس هغه ګټې رااخلو چې له څېړنو سره سم په شين چای کې د ليمو په ګډولو او خوړلو يې انسان ترلاسه کوي:

۱- په انټي اکسيډانټ بډای دی

شين چای په انټي اکسيډانټ بډای دی او دا له مزمنو ناروغيو د بدن په ساتنه کې مرسته کوي، لکه د زړه ناروغۍ، شکره، سرطان او چاغښت.

۲- وزن کمولو کې مرسته

ليمو سره ګډې شنې چای د وزن کمولو لپاره غوره لار بلل کېږي. څېړنو ښودلې چې دا څښاک له هغو خلکو سره مرسته کوي چې د وزن کمولو کوښښ کوي او د بدن اضافي غوړ ويلي کوي. په ساده ژبه ويلی شو چې شنو چايو کې ليمو اضافي غوړ کموي؛ عضلات نه، چې دې سره وزن په چټک او صحي ډول کمېدی شي.

۳- د شکرې مخنيوی

که يو څوک د وينې د شکرې له لوړې کچې کړېږي؛ نو خپل غذايي سيستم ته دې يوه پياله چای ورزيات کړي، څېړنو ښودلې چې شنې چای ښايي د وينې د صحي شکرې په ساتنه او د شکرې اړوند ناروغيو په مخنيوي کې مرسته وکړي. شين چای دغه راز کولی شي چې انسولين ته د بدن طبيعي غبرګون منظم کړي، کوم چې د شکرې کچه کابو کوي.

۴- د زړه روغتيا پياوړې کوي

له څېړنو سره سم شنو چايو کې ګډ شوی ليمو د زړه روغتيا ته ګټور دی، ځکه له فلاوونايډونو څخه ډک دی چې التهاب له منځه وړي او ورپسې د صحي کولسټرولو کچه خوندي ساتي.

۵- د مغزو روغتيا ساتي

هو همداسې ده؛ شنو چایو کې ليمو څښل د دماغو لپاره ګڼې ګټې لري. دماغ له زړښت او نورو ادراکي کمزوريو ساتي.

۶- دفاعي سيستم پياوړی کوي

دا ځکه چې ليمو د وټامن سي يوه بډايه سرچينه او داسې غذايي توکی دی، چې ژر په اوبو کې حل کېږي. دغه راز انټي اکسيډانټ ځانګړتياوې لري. وټامن سي له التهاباتو د بدن په خوندي ساتنه کې حياتي رول لري او د بدن د معافيتي حجرو دنده پياوړې کوي.

۷- د بدن انرژي زياتوي

شين چای د کافيينو غوره سرچينه ده، کوم چې د ورځې په اوږدو کې د ښه فعاليت لپاره بدن ته مطلوبه اندازه انرژي ورکوي.

۸- د بډوډو د خيرې مخنيوی

د بډوډو خيرې يا کاڼي که په وخت درملنه نه شي، نو لويې ستونزې راولاړولی شي، پوهان وايي چې شين چای او ليمو ګډ څښل په کلک ډول د بډوډو د کاڼو د جوړېدو مخنيوی کوي.

۹- د سرطان مخنيوی کوي

څېړنو ښودلې چې په شنو چايو کې ليمو څښل په هيښوونکي ډول د سرطان مخنيوی کوي، ځکه دا سرطان ضد ځانګړتياوې لري، چې د سرطاني حجرو د ودې او خپرېدا مخه نيسي.

۱۰- د بدن رطوبت ساتي

شنو چايو کې ليمو څښل د بدن رطوبت هم ساتي او دا نږدې له ټولو روغتيايي اړخونو مهم بلل کېږي، چې د پوستکي روغ ساتل، وزن ساتل او د دماغو او بډوډو د دندو بهتري ورپورې تړلې ده.

تړلي موضوعات