اسرائیل په فلسطین کې |۸ برخه| بني اسرائیل (Children of Israel)

اسرائیل په فلسطین کې |۸ برخه| بني اسرائیل (Children of Israel) فلسطین

څلورم ـ بني اسرائیل (Children of Israel): 

بني اسرائیل اصلأ د یعقوب (ع) د دوولسو زامنو اولاد او د هغوی مابعده نسل دی. هغوی په ۱۱۶۰ قبل المیلاد کي د یوشع (ع) په مشرۍ د سینا څخه پر کنعان یا فلسطین باندي وینړی برید وکړ او د دې هیواد یو څه برخه یې ونیول. بني اسرائیلو په فلسطین کي نژدې پنځه اویا کاله یوموټې واکمني کړې ده چي هغه د حضرت داؤد او حضرت سلیمان علیهم السلام امارت دی (۱۰۰۰ ـ ۹۳۵ قبل المیلاد) [1].

له دې نه وړاندې او وروسته هغوی هیڅکله متحده او سوکاله واکمني نه ده لرلې. نو ځکه ویلای شو چې بني اسرائیل یوازي او یوازي په همدې لنډه موده کي د نسبي پیوستون او بشپړه سیاسي خپلواکۍ نه ګټمن شوي دي. 

 

دا لا څه، کله چي د حضرت سلیمان علیه السلام له خوا نامتو دیني زیارت یا معبد ودان شو، د بني اسرائیلو په زړونو کي یې ځای ونیوی او د دیني لارښوونو او ولولو له مخې هغوی د دې معبد د خوندي ساتلو له پاره هر ډول ایسار ته چمتو شول. خو کله چې بابلیانو په ۵۸۸ قبل المیلاد کې دغه معبد وران کړ او ګڼ شمېر بني اسرائیل یې د اسیرانو او مریانو په توګه بابل ته بوتلل، هغوی د خپلو دیني لارښوونکو د تبلیغ په وجه د «سپېڅلي معبد» یاد له پامه و نه ایستی، او له همدې نقطې نه هغوی فلسطین تل د خپل پلرني ټاټوبي په حیث پیژندلی او ګڼلی دی. خو دا وطن هماغه وخت هم د نننیو فلسطینیانو د نیکونو ټاټوبی و او هغوی هیڅ ترې وتلي نه دي. فلهذا، د یهودیانو د مالکیت ادعا د فلسطینیانو له ادعا څخه تقدم او حقوقي ریښه نه لري. 

 

د پورته څرګندونو څخه معلومېږي چي بني اسرائیل او د دوی نېکونه یعنې عبرانیان هیڅکله د فلسطین لومړني او بومي اوسېدونکي نه، بلکې ناقلین، مهاجرین او مهاجمین دي. فلسطین اصلأ داسي یوه نقطه ده چي کېدای شي له هغه ځایه لویدیځ، ختیځ، شمال او جنوب په دقت سره کنټرول شي. یعنې داسې یو ګوټ دی چي عمده لويي لارې یا خو هلته رسیږي، یا هغه ته څرمه تیریږي. نو ځکه فلسطین یو داسې مهم او برکتي ځای دی چې په تورات کي هم د هغه یادونه شوې ده او هغه یې د همدې ښه دریځ له امله د بني اسرائیلو د وعده کړل شوي یعنې «موعود » وطن په توګه مشخص کړی دی. خو دا هم ثابته ده چي نننی تورات او انجیل اصلي نه دي، بلکې لاس پکې وهل شوی دی (لطفأ نننی تحریف سوی تورات ولولئ)، نو ځکه باطل او منسوخ دي، او همدا علت دی چي قرآن کريم نازل شو. 

 

ښه به دا وي چې د عبرانیانو (چي وروسته په بني اسرائیلو او بیا په یهودو سره اوڅار شول) درې خورا ستر او مخکښ پیغمبران وپېژنو. د دغو مشهورو پیغمبرانو سره اسلام او مسلمانان هم (حتی د یهودو په نسبت) ډېره مینه او تړنه لري. دا درې جلیل القدره پیغمبران حضرت ابراهیم، حضرت یوسف او حضرت موسی علیهم السلام دي چې اوس به هر یو مختصرأ وپیژنو. 

[1] - په «فاجعه مردم فلسطین » نومي کتاب کي د هغوی د واک دغه موده ۷۲ کاله ښودل سوې ده (شپږم مخ). 

نور بیا...



تړلي موضوعات