د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل له قانوني اړخه ناسم کار دی
دوکتور علي قره داغي: د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل له قانوني اړخه ناسم کار دی
د اسلامي نړۍ علماوو د اتحاديې شورا سرمنشی وایې: دولتونه باید د ملګرو ملتونو د قوانینو او منشور په اساس چې دپیلوماتیکي اړیکې، اقتصادي تعاون او رسمیت پېژندنه په فکر او دین پورې تړاو نه درلودلو دعوی پکي شوې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحاديې شوار سرمنشی دوکتور علي قره داغي له حریت راډویو سره په ځانکرې مرکه کې ویلي، د دې قوانینو او منشور په اساس پکار ده، چې دولتونه افغانستان په رسمیت وپېژني ځکه د دولت ټول اساسات په دې حکومت کې موجود دي.
ښاغلي قره داغي زیاته کړې:«دا چې اسلامي امارت شریعت پلي کوي، چې دایې حق دی دېته دیني حریت یا ازادي وایي کوم نظام چې په افغانستان کې رامنځته شوی دا دفکري ازادۍ پر اساس رامنځته شوی چې ملګري ملتونه د دې ازادیو د ساتنې دعوه کوي، نو له همدې امله اسلامي کنفرانس او اسلامي هېوادونه باید په دې هکله په ملګرو ملتونو حجت قایم کړي چې ولي دا دولت په رسمیت نه پېژني».
قره داغي په دې مرکه کې د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل په اسلام او مسلمانانو پورې تړي په خبره یي، هغه هېوادونه چې بنسټګره کمونیستي ایډیالوژي یې پلي کړې خو بیا هم ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلي.
نوموړي په خپلو خبرو کې د اسرائیلو رژيم ته په اشارې سره وویل، سره له دې چې دا یو ترهګریز هېواد دی خو بیا یې هم نړۍ په رسمیت پېژني نو له همدې کبله د دوی(ملګرو ملتونو) ټول شعارونه او دعوې باطلې شوې نو په کار ده، چې دا حکومت په رسمیت وپېژندل شي.
نوموړي زیاته کړې،«د اسلامي لیدلوري له مخې په اسلام کې دولت هغه دی چې امنیت تامین کړي، په عدل او انصاف سره د الله تعالی احکام پلي کړي، بحث، مناقشو او نظر څرګندولو حق ورکړي، چې همدا د اسلام له نظره دولت دی او په رسمیت پېژندل یې هم لازمي دي، همداراز له قانوني اړخه هر هغه دولت چې امنیت پکي تامین شو او د ولسي وګړو او اوسېدونکو ساتنه یې وکړای شوه دا یو مشروع حکومت ګرځي».
ښاغلي قره داغي په دې مرکه کې ټینګار کړی او ویلي یې دي هڅه کوي چې له هغو دولتونو سره بحث وکړي چې له دوی سره ښې اړیکي لري او خبره یې اوري په خبره یې، له دغو دولتو سره به هغوی ته له دلیل سره روښانه کړي، چې اسلامي دولتونه ته په کار ده چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.
د اسلامي نړۍ د اتحادیې شورا سرمنشي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزات هم په وار وار ویلي، چې د رسمیت پېژندلو ټول شرایط یې پوره کړي او له نړیوالو یې غوښتي چې دوی دي په رسمیت وپېژني.
خو له دې سره بیا هم نړیوالو د بشري حقونو ټینګښت، د ښځو ښوونځي او کار، له نشه یې توکو سره مبارزه او ځیني نور مسایل بهانه کړي او په دې لار کې یې خنډونه رامنځته کړي دي.