د ۲۰۲۴کال کرکټ نړیوال جام سیالیو مهالوېش اعلان شو
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴زږدیز کال کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو مهالوېش اعلان کړی ، چې له مخې یې ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله ج ګروپ کې له نیوزلنډ، ویست انډیز، یوګاندا او پاپووا نیوګینه لوبډلو سره ولوبیږي.
د دغې شورا د معلوماتو له مخې دغو سیالیو کې به ۲۰ لوبډلې برخه ولري.
د ۲۰۲۴ کال کرکټ شل اوریز نړیوال جام د جون په لومړۍ نېټه د امریکا متحده ایالتونو او ویسټ انډیز په ګډ کوربتوب پیلیږي چې د دې میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
د یادولو ده، چې کاناډا، یوګاندا، او متحده ایالاتو لوبډلې په دغو سیالیو کې په لومړي ځل خپل شتون تجربه کوي.