افغانستان کې هیڅوک په خپلسري ډول ندي نیول شوي

افغانستان کې هیڅوک په خپلسري ډول ندي نیول شوي سیاست
افغانستان کې هیڅوک په خپلسري ډول ندي نیول شوي

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد د یونما هغو څرکندونو ته او غوښتنو ته غبرګون ښودلی ، چې ګواکي افغانستان کې پر خپلسري ډول خلک نیول کېږي.

یونما افغانستان تېره ورځ له اسلامي امارت غوښتي وو، چې افغانستان کې په خپلسري ډول نیول ودروي.

ښاغلي مجاهد نن یوناما ته ځواب کې ویلي ، چې پدې اړه خبرونه ردوي او تر اوسه هېڅوک د امنیتي ځواکونو له لوري په خپل سر ندي نیول شوي او نیول شوي یې ټول د قانون له مخې دي.

ویاند زیاته کړې، چې اسلامي امارت افغانستان کې هغه امنیت او شرایط رامنځ ته کړي ، چې هېودالو یې له ۴۰ کلونو هیله درلوده.

تړلي موضوعات