د جاپان زلزله؛ د وژل شویو شمېر ۶۲تنو ته لوړ شوی
د جاپان هېواد غرب کې د دوشنبې ورځې زورورې زلزلې له امله د وژل شویو شمېر ۶۲تنو ته پورته شوی.
اسوشیتدپرس خبرې اژانس د جاپان ایشیکاوا چارواکو له قوله ویلي، د ډېری وژل شويو کسانو راپور د واجیما او سوزو سیمو څخه ورکړل شوی دی.
د یادونې ده، چې تېره دوشنبه یوې سختې ۷.۶ درجې زلزلې د جاپان په غرب کې د ایشیکاوا ولایت ولړزاوه چې له کبله یې تر دې مهاله د ۶۲تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.