د کابل او باکو ترمنځ سوداګریزه او اقتصادي راکړه ورکړه زیاتېږي
کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره کتنه کې د کابل او باکو ترمنځ د سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې دې کتنه کې د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ د ترسره شویو ژمنو عملي کولو، د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتوالي، په افغانستان او اذربایجان کې د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو نندارتونونو د جوړولو او د لاجوردو لارې د فعاله ساتلو په اړه خبرې شوې دي.
همداراز دې کتنه کې د کابل او باکو ترمنځ د راکړې ورکړې حجم زیاتوالي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د صادراتي توکو د لېست پر شریکولو، اذربایجان کې د افغانستان تولیداتو او محصولاتو نندارتونونو جوړولو او د لا زیاتې همغږۍ او اړیکو لپاره څلور کسیز ټیم پر پېژندلو هم هوکړه شوې.
په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزیر کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا سره هم کتلي او د صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکزونو پر جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز پرانېستې، خصوصي سکټور څخه ملاتړ، د صنعتي پارکونو برېښنا او افغانستان خصوصي سکټور ستونزو ته په رسېدنې یې خبرې کړې دي.