د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې انتقالات زیاتېږي

د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې انتقالات زیاتېږي سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل په وسیله راکړه ورکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ایران رېل پټلۍ څخه د ګټې اخېستنې ادارې مرستیال مرتضی جعفري سره ترکیې او اروپایي هېوادونو ته د افغانستان سوداګریزو توکو د انتقال په اړه خبرې کړې دي.

 

ښاغلي عزیزي له رېل لارې د راکړې ورکړې برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه کړې او د لاښې همغږۍ په موخه یې ایراني پلاوي ته پنځه کسیز ټیم هم ورپېژندلی.

 

په ورته مهال د ایران رېل پټلۍ څخه د ګټې اخېستنې ادارې مرستیال له خپل لوري د افغانستان سوداګریزو توکو انتقال کې د همکارۍ ډاډ ورکړی په خبره یې، د افغانستان صادراتي، وارداتي او ټرانزیټي توکي به ټیټه بیه او د امکان تر حده په کمه موده کې لېږدوي.

 

دغه کتنه داسې مهال شوې، چې تر دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي و د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري ۸۴ سلنه زیاته شوې.

تړلي موضوعات