نوی ډیلي کابل سره په لوړه کچه اړیکې غواړي

نوی ډیلي کابل سره په لوړه کچه اړیکې غواړي سیاست
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال ویلي، نوی ډیلي غواړي د بشردوستان مرستو په زیاتولو کابل سره په لوړه کچه اړیکې جوړې کړي.

 

جیسوال دغه څرګندونې یوه خبرې کنفرانس کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې د هند او اسلامي امارت د چارواکو د کتنې په اړه کړې دي.

 

نوموړي همداراز ویلي، هند افغانستان ته لا زیاتې بشري مرستو په استولو او پراختیایي برخه کې همکارۍ سره غواړي دوه اړخیز اړېکې تر لوړې کچې پورته کړي.

 

نوموړي په عین حال کې ویلي، کابل سره به یې د همکارۍ ساحه پراخه  وي او دوی غواړي د هند کرېکټ ستر سوداګریز لیک ای پي ایل کې افغان لوبغاړو لوبولو سره د افغانستان ورزشي ډګر سره هم همکاري وکړي.

تړلي موضوعات