مالاتیا ولایت کې د ټرافیکي پیښې له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

مالاتیا ولایت کې د ټرافیکي پیښې له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
مالاتیا ولایت کې د ټرافیکي پیښې له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ترکیې د مالاتیا ولایت په اقچه داغ ولسوالۍ کې د یو مسافروړونکي بس د چپه کیدو پېښه کې ۴ کسه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

د ترکیې ټي ار ټي خبري آژانس ویلي، چې دغه ټرافیکي پېښه نن سهار وختي د ترکیې د مالاتیا ولایت په اقچه داغ ولسوالۍ کې په سرک د یخک له امله رامنځته شوې.

د خبرونو له مخې د مسافر وړونکي بس له چپه کیدو سره سم یو بل موټر هم له چپه شوي بس سره ټکر کړی ، چې په ټپیانو کې د یو حالت یې نازک ښودل شوی.

ویل کیږي چې د ژغورنې ډلو د پېښې ځای ته په رسیدو سره ټپیان د سیمې روغتونونو ته انتقال کړي او د پېښې په اړه لا زیاتې څیړنې پیل شوي.

تړلي موضوعات