جاپان کې پرونۍ زلزله؛ لږ ترلږه ۳۰ تنه پکې وژل شوي دي
جاپاني چارواکو اعلان کړی، چې د تېرې ورځې سختې زلزلې له امله د دغه هېواد مرکزي سواحلو کې لږ ترلږه ۳۰ تنه وژل شوي دي.
الجزیرې خبرې شبکې خبر ورکړی، چې اوس مهال د یاد هېواد مرکزي سواحلو کې د سونامې رامنځ ته کېدو خبر دارۍ لغوه شوی، خو جاپاني چارواکو د دغې زلزلې له امله د انساني تلفاتو د لوړېدو خبر داری ورکړی دی.
د یادونې ده ، چې پرون دوشنبه د ریښتر په کچه ۷.۶ درجې یوې سختې زلزلې د جاپان ایشیکاوا ولایت ولړزولو، چې تر اوسه یې د وژل شو ، ټپي شوو او اوښتو زیانونو وروستي جزیات ندي په ډاګه شوي.