ښاغلي متقي ترکیه کې افغان علماوو او سوداګرو سره ناسته کړې

ښاغلي متقي ترکیه کې افغان علماوو او سوداګرو سره ناسته کړې افغانستان
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر استانبول کې د افغان علماوو، زده کړېالانو او سوداګرو سره لیدنې پر مهال| تصویر: بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې استانبول ښار کې مېشت افغان علماوو، ملي سوداګرو، زده کړېالانو او د بېلابېلو بنسټونو رئیسانو سره غونډه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې دې غونډه کې ښاغلي وزیر د افغانستان پر امنیت، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د امنیت ترڅنګ د ورورۍ او یووالي روحیه حاکمه ده او خلک کولی شي په ټول هیواد کې شپه او ورځ پرته له کوم ډار څخه تګ راتګ او تجارت وکړي.
دې کتنه کې ښاغلي متقي استانبول مېشتي افغان سوداګر هڅولي چې راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې مولوي امیرخان متقي وړمه ورځ ترکیې هېواد ته تللی دی او استانبول کې یې د افغانستان قونسلګرۍ، ترکي چارواکو، علمي مرکزونو او همدارنګه یې هلته له یو شمېر نړېوالو سازمانونو او بنسټونو چارواکو سره کتلي دي.

تړلي موضوعات