د قوش تېپې کانال زرغونتیا لپاره د سنځلو ۴۰۰ زره نیالګي انتقال شوي
د قوش تېپې کانال د شاوخوا زرغونتیا او چاپېریال ساتنې لپاره د سنځلو ۴۰۰ زره نیالګي انتقال شوي دي.
د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، دغه کړنه یې د کابل کرنې ریاست په لارښوونه او د یاد ولایت د ولسوالیو کرنیزو خدماتو عمومي مدیریتونو په مرسته ترسره کړې.
د دې اقدام موخه د زرغونتیا زیاتېدل، له خاورې ساتنه، د ځمکي تخریب مخنیوي او قوش تېپې کانال شاوخوا کې د سالمې فضا رامنځته کول دي.
د یادونې ده، چې قوش تېپې کانال د زرغونتیا لپاره د لوګر ولایت باغ لرونکو په ورته اقدام کې تر ۱۵۰ زرو زیات نیالګي انتقال کړي دي.