جنوبي افریقا د جرمونو نړیوالې محکمې ته له اسرائيلو شکایت کړی
نړیوالې رسني خبر ورکوي، چې جنوبي آفریقا په هالنډ کې میشتې نړیوالې محکمې لاهې ته د اسرائیلو په تړاو شکایت کړی دی.
ټي آر ټي خبري آژانس د جنوبي افریقا د حکومتي چارواکو له قوله ویلي، چې صهونیستي رژیم د اوکتوبر په اوومه په ترسره شویو اقداماتو کې د نسل وژنې د مخنیوي په تړاو د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۸ م کال کنوانسیون نقض کړی دی، چې جنوبي افریقا یې په وړاندې د لومړنیو موقتو اقداماتو غوښتنه کړې.
په ورته مهال فلسطیني حکومت د جنوبي افریقا له دې اقدام څخه ملاتړ کړی او دغه قضیه یې د اسرائیلو د حساب ورکولو لپاره لومړنی ریښتینی ګام بللی دی.