د افغانستان دښمنان اوس هم په کمين کې دي

 د افغانستان دښمنان اوس هم په کمين کې دي سیاست
د افغانستان دښمنان اوس هم په کمين کې دي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، چې نن یې د پخواني شوروې اتحاد د يرغل په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، چې د اسلامي امارت مسؤلین باید هر څه ته متوجه وي ځکه د هېواد دښمنان اوس هم په کمين کې دي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د ډېرو زړونه غواړي چې بیا افغانستان ته قدم را وړاندې کړي خو د نړۍ حالت دېته رسېدلی، چا چې یو واري افغانستان کې ماتې خوړلې ټوټه ټوټه شوي دي.

په ورته مهال د بهرنیو چارو محترم وزیر ویلي، نور به په نړۍ کې داسې قوت نه وي چې افغانستان ته سر را دننه کړي، خو په دې شرط چې خپله افغانان ورسره ملګري نه شي.

نوموړي ویلي، افغانان نن په پوه او د ازادۍ په فکر سره راټول شوي، ځکه نن په افغانستان کې پردی فکر او ایډیالوژي کار نه ورکوي او مخه یې نیول شوې ده.

دغه راز ښاغلي متقي وړاندې ویلي، په کار ده چې د هېواد ځوانان نور هم په هېوادنۍ مینه، فکر او ایډیالوژۍ وروزل شي او د قربانیو د ساتنې تر څنګ بې پروایي، غفلت او له خوش باوري ونه شي او خلک په هر فکر خواره نه شي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، دا ورځ باید په دې خاطر هم ونمانځل شي چې د هېواد نوی نسل له تاریخ او د خپلو هېوادوالو له قربانیو څخه خبر شي، چې ولي شوروي اتحاد د څه هدف لپاره په افغانستان حمله وکړه.

د پخواني شوروي او اوسنۍ روسیې اشغالګرو ځواکونو له نن څخه ۴۴ کاله وړاندې په افغانستان یرغل وکړ چې له نهو کلو مقابلې وروسته یې ماتې وخوړله. د شوري اتحاد پر وړاندې په مبارزه کې ۱.۵ میلیونه افغانان شهیدان او په میلیونونو نور کډوال او افغانستان په کنډواله بدل شو.

تړلي موضوعات