سرچېنه: هند د افغانانو لپاره د وېزو سیسټم بدل کړی
بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې حریت راډیو ته د افغانانونو لپاره د هند وېزو پروسې پیل په اړه ویلي، بهرنیو چارو وزارت د هند حکومت سره له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې د نورو موضوعاتو سربېره د وېزو ورکړې په اړه هم په خبرو بوخت و.
سرچینې ویلي، د افغانستان او هند بهرنیو چارو وزیرانو په وروستۍ ټليفوني اړیکه کې هندي لوري هوکړه کړې، چې نږدې وخت کې د افغان سوداګرو، زده کړیالانو او ناروغانو وېزې اسانوي.
سرچینې زیاته کړې، د هند حکومت په یوه تازه اقدام کې د بېړنیو وېزو مخکینی سیسټم لغوه او پر ځای یې د افغان وګړو لپاره جلا سیسټم جوړ کړی، چې د ناروغانو، سوداګرو، زده کړیالانو او نورو برخو لپاره بېلې کټګورۍ لري.
د معلوماتو له مخې، د هند حکومت ټولو هغو غوښتونکو ته چې پخوا یې د بېړنۍ وېزې لپاره غوښتنه ورکړې، د ایمیل له لارې خبر ورکړی، چې د وېزې پخوانی سیسټم یې لغوه او د وېزو غوښتونکي دې د نوي سیسټم له لارې د وېزې غوښتنه وکړي.
تر دې وړاندې هندي رسنیو خبر ورکړی و، چې افغان وګړو لپاره یې د وېزو ورکړي پروسه پیل کړی، خو د هند حکومت لا هم رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.