د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه ۱۶ ملي او نړېوال نندارتونونه جوړ شوي

د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه ۱۶ ملي او نړېوال نندارتونونه جوړ شوي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور ارشیف

د ریاست الوزرا اقتصادي دفتره رسنیو ته په استول شویو مالوماتو کې راغلي، د کورنیو تولیداتو دملاتړ او هېواد کې د پانګونې لپاره د بهرنیو او کورنیو پانګوالو د جذب په موخه یې روان کال شپږ نړېوال او لس ملي نندارتونونه جوړ کړي دي.

په دغو نندارتونونو کې لاسي صنایع لکه غالۍ، صنعتي تولیدات، کرنیز محصولات، قیمتي او نېمه قیمتي ډبرې نندارې ته اېښودل شوې دي.

 د سرچېنې په لېکنه د دغو نندارتونونو له لارې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه هم لاسلیک شوي دي.

تړلي موضوعات