۷ اسرائیلیان ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي
اسرائیل ټایم خبر ورکړی، چې د اسرائیلو امنیتي ادارو ۷ اسرائیلي وګړي ایران ته د جاسوسۍ او له پوځي تاسیساتو د عکاسۍ په تور نیولي دي.
سرچینې ادعا کړې، چې دغو جاسوسانو دوو کلونو په اوږدو کې د ایران لپاره شاوخوا ۶۰۰ استخباراتي ماموریتونه ترسره کړي.
سرچینې د څارنوالانو له قوله زیاته کړې، نیول شویو جاسوسانو د اسرائیلو د رامات ډیویډ، نیواټیم او بریګیډ هوایي اډو سربېره د موساد مرکزي دفتر او په تل ابیب کې د دفاع وزارت په اړه ایران ته له دوو کلونو راهیسې معلومات ورکړي دي.
د یادې سرچینې د راپور له مخې نیول شوي جاسوسان د خپل ماموریت سرته رسولو پر مهال هغه وخت نیول شوي چې د دې هېواد څخه یې ایران ته د پوځي تاسیساتو انځورونه او معلومات استول.