د امریکا واشنګټن ډي سي کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د امریکا واشنګټن ډي سي کې ۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته نړۍ
انځور ارشیف

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، یو ۱۵ کلن ځوان د واشنګټن ډي سي اړوند کینګ ښار کې پر عامو خلکو ډزې کړې، چې ۵ تنه یې وژلي او یوه انجلۍ یې ټپې کړې ده.

 

په وژل شویو کې درې ماشومان او دوه لویان دي.

 

۱۵ کلن بریدګر پولیسو نیولی خو د هغه نوم تر اوسه نه دی رسنیز شوی.

 

د کینګ ښار پولیس د دې ډزو د انګېزې په اړه پلټنې کوي.

 

امریکا کې د وسلو ساتل او وسلوال برید اوس عادي خبره ده، او د نړۍ تر ټولو په وسلو سمبال نفوس د امریکا دی.

تړلي موضوعات