د اسرائیلو له لوري روانه جګړه به د دوی ځواکونه له سخت انتخاب سره مخ کړي

د اسرائیلو له لوري روانه جګړه به د دوی ځواکونه له سخت انتخاب سره مخ کړي نړۍ
د اشغالګر اسرائیلو کابینه د خپل منځي شخړې په حال کې

اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د اقتصاد پوهانو له قوله وایي، اسرائیل د پانګې اچونې له کمښت او لوړو مالیاتو سره مخ دی، دوی زیاتوي روانه جګړه کې د دوی وده درول شوې او درانه لګښتونه یې ممکن پوځ  له سخت انتخاب سره مخ کړي.

 

د سټاکهولم نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ په وینا، اسرائیلو تېر کال په پوځ باندې ۲۷.۵ میلیارده ډالره مصرف کړي.

 

نړېوال بانک وایي، د روان کال په لومړۍ ربع کې د اسرائیلو اقتصاد ۲۵ سلنه کم شوی دی.

 

یو اېس نیوز خبري اژانس په دې اړه ویلي، د حماس تر برید وروسته په درېیو میاشتو کې د دغه هېواد اقتصادي تولید ۵.۶ سلنه را ټیټ شوی او دغه کچه د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان کې ۳۸م هېواد دی چې تر ټولو ټیټ فعالیت لري.

 

ورته مهال اسرائیلي اشغالګر حکومت د هغو زرګونو استوګنځیو زیان هم تادیه کوي کوم چې د غزې پولې ته نږدې له دې سیمې کډوالۍ ته اړ شوي.

 

یاد اژانس د خپلو سرچینو له قوله وایي، اسرائیلي یرغل په فلسطین کې اقتصادي ناورین رامنځته کړی او د بې کارۍ کچه نږدې ۹۰ سلنې ته لوړه شوې.

 

سرچینې زیاته کړې، جګړې د اسرائیلو اندېښنې زیاتې کړې او هوايي ډګرونو کې د الوتنو منظم سیسټم له ګواښ سره مخ دی.

 

سره له دې چې د اسرائیلو له لوري په منځني ختیځ کې روانه جګړه د امریکا او نورو غربي هېوادونو په مالي ملاتړ مخته ځي خو بیا هم د دغه هېواد اقتصاد د رکود په لور روان دی.

تړلي موضوعات