سږ کال له کندهاره څه باندې ۳۳زره ټنه پیاز صادر شوي
د کندهار کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د روان ۱۴۰۳ کال په لړ کې له کندهاره ۳۳زره او ۵۰۰ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د یاد ریاست د کرنیزو چارو امریت د معلوماتو له مخې دغه اندازه پياز متحده عربي اماراتو، هند، قطر او پاکستان ته صادر شوي دي.
کندهار کې سږ کال کرني حاصلات په تېره بیا پیازو حاصلاتو د کرندګرو عواید ښه کړي دي.
د یادونې ده، چې تېر کال هم له کندهاره ۳۳ زره ۱۴۹ ټنه پیاز بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي وو.