پر ایران د اسرائیلو د احتمالي برید اسناد افشا شوي

پر ایران د اسرائیلو د احتمالي برید اسناد افشا شوي نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

یو شمېر معتبرو نړېوالو رسنیو ویلي، هغه محرم اسناد چې پر ایران د اسرائیلو د احتمالي برید څرنګوالي اطلاعات په کې ځای پر ځای شوي د یوه امریکایي بنسټ له لوري افشا شوي.

 

اسوشیټېډ پرېس ویلي، لومړي سند کې راغلي چې اسرائیل پر ایران د برید لپاره خپل هوایي ځواکونه چمتو کوي او په دویم سند کې راغلي، چې صهیونیستي رژیم دفاعي ځواکونه، کلیدي مهمات او UAV بې پېلوټه الوتکې پر ایران د برید لپاره چمتو کوي.

 

دغه دواړه سندونه د اکتوبر ۱۶مې نېټې اړوند کېږي او یوه ورځ وروسته افشا شوي دي.

 

دغو اسنادو ته چې د امریکا اطلاعاتي جغرافیې او ملي امنیت سازمانونو ته نسبت ورکړل شوی په اړه یې امریکایي چارواکو اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، دغه اسناد معتبر دي.

 

په ورته مهال ګارډېن ورځپاڼې زیاته کړې، چې اسرائیل د ایران د برید په ځواب کې د سپټمبر په ۲۹ مې یمن کې د حوثي ځواکونو پر وړاندې د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله برید ته ورته غبرګون وښيي.

 

دغې ورځپاڼې ویلي، ممکنه ده دغه اسناد په قصدي توګه د امریکا د اطلاعاتي غړو له لوري افشا شوي وي، څو پر ایران د برید مخنیوی وشي او یا هم د هک په وسیله ترلاسه شوي وي.

 

دغو اسنادو کې امریکا له اسرائېلو غوښتي، چې د یحیی السنوار له شهادت څخه دې د اوربند لپاره کار واخلي او اسرائیلو ته یې ګواښ کړی، چې لبنان کې د جګړې د پراخېدو او بریدونو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.

 

په ورته مهال نتنیاهو دغو اسنادو کې په ټېنګار ویلي، د ایران برید بې ځوابه نه پرېږدي.

تړلي موضوعات