ښوونځیو د رغونې پر دوام؛ کندهار کې ۲۰ ښوونځیو ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې
کندهار ولایت رسنیز دفتر خبر پاڼه کې راغلي، کندهار کې د ۱۷۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰ ښوونځیو ودانیو جوړېدو چارې پیل شوې.
د کندهار اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي ویلي، یاد ښوونځي د همکارو ادارو په تخنیکي او مالي مرسته جوړيږي.
سرچینې زیاته کړې، ددې ښوونځیو له بشپړېدو وروسته به په یو وخت کې ۴ زره ۸۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو سالم چاپيریال برابر شي.
د یادونې وړ ده چې دغه ښوونځي به د مرکز په ګډون ددې ولایت په ۱۱ بېلابېلو ولسوالیو کې جوړ شي.