روسیې یوه اونۍ کې د څه باندې ۱۵ زره اوکرایني سرتېرو د وژلو ادعا کړې

روسیې یوه اونۍ کې د څه باندې ۱۵ زره اوکرایني سرتېرو د وژلو ادعا کړې سیمه
انځور ارشیف

ټاس خبري اژانس د روسیې دفاع وزارت چارواکو له قوله ویلي، د تېرې اونۍ عملیاتو کې یې پر اوکرايین ۳۶ هدفي بریدونه کړي، چې صنعتي شرکتونه، نظامي اډې او د وسلو زېرمې یې په نښه کړې دي.

یاد روسي اژانس د دې هېواد دفاع وزارت له قوله ویلي، چې تېره اونۍ روسي ځواکونو بېلابېلو عملیاتو او سیمو کې ۱۵ زره او ۴۹۵ اوکرایني سرتېري وژلي دي.

دا لومړی ځل دی چې د روسیې دفاع وزارت د خپلو اوونیزو عملیاتو راپور کې اوکرایني عسکرو ته د دومره زیاتو تلفاتو اړولو ادعا کوي.

له بل لوري اوکرایني چارواکو ویلي، روسیې پرون د دوی د وژل شویو ۵ سوه عسکرو جسدونه ور سپارلي دي.

له تېرو دوو کلونو راهېسې د روسیې او اوکرایين ترمنځ خونړۍ جګړه کې لسګونه زرګونه سرتېري وژل شوي او د اوکرایين ګڼ ښارونه ویجاړ شوي دي.

تړلي موضوعات