حماس سره بندي اسرائیليان: د حکومت په څرګندونو باور مه کوئ

حماس سره بندي اسرائیليان: د حکومت په څرګندونو باور مه کوئ نړۍ
د حماس القسام څانګې له لوري د اسرائیلي بندیانو خپره شوې ویډ

د حماس جهادي غورځنګ القسام نظامي څانګې له لوري يوه ويډيو خپره شوې چې دوه اسرائیلي بنديان په کې خبرې کوي. 

 «وخت پاى ته رسېږى» نوم ورکړل شوې دغې ويډيو کې غږېدونکي بندیان وايي، د اشغالګرو له لوري تنفس اخېستلو ته نه پرېښودل کېږي او هره ګړۍ پرې بمباري کوي، خو د حماس مجاهدين د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره دوى ژغوري او د تنفس اخېستلو موقع ورکوي. 

دغو بنديان له خپلو خلکو غوښتي چې پر نتنياهو فشار راوړي، څو دوى بيرته خپلو کورنیو ته ور وګرځوي. 

دوى همداراز غوښتنه کړې، هغو بندیانو ته دې چې تر دوى وړاندې خوشي شوي د خبرو کولو موقع ورکړل شي، څو  هغه څه ووايي چې حقیقت دي. 

په ويډيو کې ښکارېدونکي بنديان همداراز له خپلو خلکو غواړي، چې د حکومت په څرګندونو دې باور نه کوي پر حماس فشار راوړل او بمبار به د دوى د ژوند په بيه تمامیږي. 

په ورته مهال تل ابیب کې بيا د اشغالګر رژيم د سياستونو پر وړاندې لاريونونه دوام لري او د بنديان د تبادلې د پروسې او اوربند د دوام غوښتنه کوي. 

د حماس القسام نظامي څانګه داسې مهال د اسرائیلي بنديانو ويډيو خپروي، چې صهيونيستي رژيم غزه کې د اوربند له طرحې په شا شو او بيرته يې د جګړې لار غوره کړه، چې حماس دا پرېکړه له اوربند تېښته او د اسرائیلي بنديانو له ژوند سره يې د اشغالګر رژيم لوبې بولي.

تړلي موضوعات