له شخصي موټرو د ټکسي استفاده کول منع شول

له شخصي موټرو د ټکسي استفاده کول منع شول افغانستان
د کابل ښار یوې سیمې کې د موټرو ګڼه ګوڼه

د ټرافیکو عمومي ریاست وایي، د شخصي موټرو چلوونکي له دې وروسته اجازه نه لري چې له خپلې نقلیه وسیلې د ټکسي په توګه استفاده وکړي.

یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ټولو موټر چلوونکو غوښتي، چې خپل نقلیه وسایط د ټکسي احصایې ته تبدیل کړي.

تر دې وړاندې یو شمېر هغه موټر چلوونکي چې د موټرو احصائیه یې د شرکتونو په نوم وه نه شوی کولی د ټکسي جواز ترلاسه کړي او له ستونزو سره مخ وو، خو د ټرافیکو ریاست وایي، چې د یوه نوي طرزالعمل په اساس دغه ستونزه حل شوې ده.

بلخوا هېوادوال هم د ټرافیکو له مسئولینو غواړي، چې ښارونو کې د نظم ښه والي لپاره دې د ټکسي په توګه د شخصي موټرو د فعالیت مخنیوی وکړي.

تړلي موضوعات