امریکایان د ټرمپ اقتصادي تګلارې پر ضد واټونو ته راووتل

امریکایان د ټرمپ اقتصادي تګلارې پر ضد واټونو ته راووتل نړۍ
امریکا کې د حکومت ضد لاريونونه

د واشنګټن ډي سي په ګډون د امریکا په پنځوسو ایالتونو کې زرګونو امریکایانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه سلاکار ایلان ماسک پر ضد لاریونونه وکړل.

لاریون کوونکي د ټرمپ اقتصادي تګلارې پر ضد راپورته شوي او د کار کوونکو د ګوښه کولو، کډوالۍ او د تعرفو لوړوالي غصه کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي، امریکا کې دغه لاریونونه د ټرمپ او ماسک ناڅاپي بدلونونو وروسته پیل شوي.

دا یواځې په کور د ننه د ټرمپ او د هغه سلاکار پر ضد لاریونونه نه دي، کاناډا، مکسیکو، لندن، برلین، فرانکفورټ او پاریس کې هم مېشتو امریکايي وګړو د نوې اقتصادي تګلارې پر ضد اعتراضي لاریونونه کړي.

برلین کې بیا یو شمېر اعتراض کوونکو ایلان ماسک مخاطب کړی او ورته لیکلي یې دي، چوپ شه، تاته چا رایه نه ده درکړې.

د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د نړۍ په ټولو هېوادونو ګمرکي تعرفې لوړې کړي، چې اقتصادي شنوونکي یې د اقتصادي جګړې د پیل په معنا بولي.

تړلي موضوعات