د اسرائیلي ډاکټر روغتیايي راپور: یو فلسطینی ځوان د اسرائیلو زندان کې د لوږې له امله وفات شوی
اسوشیټېد پرېس خبري اژانس د اسرائیلو طبي سرچینو له قوله لیکلي، ۱۷ کلن ولید احمد له لوږې وفات شوی دی.
اژانس د اسرائیلي ډاکټر ډانیل کورنۍ څخه د کاپي اسنادو په حواله لیکلي، دغه فلسطیني ځوان چې د شپږو میاشتو لپاره پرته له کوم تور بندي و، د شکنجو له امله په خوارځواکۍ سربېره التهابي ناروغیو او د وجود عضلاتو په ضایع کېدو اخته شوی و.
راپور کې د نورو زندانیانو له قوله زیاته شوې، دغه فلسطیني ځوان د مړینې په وروستۍ ورځ د مګیدو زندان کې د صهیونېست پوځیانو له لوري په سر سر ووهل شو.
اژانس اسرائیلو کې د بشري حقونو ډلې له قوله وايي، احمد تر ټولو ځوان فلسطیني وګړی و، چې د اسرائیلو په زندان کې د شنکجو له امله وفات شوی.
سرچینه د احمد د کورنۍ له قوله زیاتوي، احمد د تېرې سپټمبر میاشت کې د اسرائیلو د یوې چاپې په مهال د کور له بامه په صهیونېست پوځیانو د ډبرو ګوزارونه وکړل چې بیا اسرائیلو پوځیانو له ځان سره یووړ.