د کډوالو چارو وزارت: پاکستان د کډوالو په اړه یو طرفه پرېکړه کوي او نړېوالې ادارې له خپل نفوذ کار نه اخلي
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسئولینو له حریت راډیو سره په خبرو کې ویلي، پاکستان په یو اړخیزه توګه د کډوالو د ویستلو پرېکړه کړې.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني ویلي، د کډوالو له کوربه هېوادونو سره د کډوالو برخه کې په اړیکه کې دي، څو د بېرته راستنېدنې پروسه د یو منظم پلان له مخې ترسره شي.
ښاغلي حقاني د کډوالو برخه کې د نړېوالو ادارو په رول په نیوکې سره وویل، د کډوالو کوربه هېوادونو کې یې د کډوالو د شته وضعیت په اړه له خپل نفوذ څخه کار نه دی اخېستی.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کډوالو چارو وزارت بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو رسولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او له وړاندې ټاکل شویو کمېټو له لارې خپلې چارې پر مخ وړي.
د یادونې ده، چې دا مهال له پاکستان څخه د کډوالو د ویستلو لړۍ پیل شوې، چې تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۷۰۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.