د امریکا کانګرېس دوو غړو د پاکستان پوځ پر مشر د بندیز غوښتنه کړې

د امریکا کانګرېس دوو غړو د پاکستان پوځ پر مشر د بندیز غوښتنه کړې سیمه
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر

د امریکا د کانګرېس دوو غړو چې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراټ ګوندو استازي دي کانګرېس ته د یوې لایحې په وړاندې کولو سره د پاکستان پوځ پر مشر عاصم منیر د بندیز غوښتنه کړې.

اکانومیک ټایمز خبر ورکړی، چې د کانګرېس دغو دوو غړو پاکستان کې د عامصم منیر له لوري د سیاسي مخالفانو له منځه وړلو په دلیل پر نوموړي دبندیز لګولو او له زندانه د عمران خان د خوشي کولو غوښتونکي شوي دي.

سرچینې په خپل راپور کې ویلي، دغه لایحه د امریکا دولت په دې مکلفوي، چې د ۱۸۰ ورځو په دننه کې پاکستان کې د سیاسي شکنجې او ځورونې کې ښکېل کسان وپېژني او پر هغوی د وېزې او سفر محدودیتونو جزاګانې ولګوي.

تړلي موضوعات