حماس د خپل سیاسي او جهادي مشر شهادت تائید کړ

حماس د خپل سیاسي او جهادي  مشر شهادت تائید کړ نړۍ

حماس جهادي غورځنګ ساعت وړاندې د ښاغلي یحیی السنوار شهادت تائید کړ.

شهید یحیی السنوار د حماس سیاسي دفتر مشر او د دې جهادي غورځنګ نامتو او زړور قومندان و.
شهید السنوار پر اسرائیلو اشغالګرو د خونړي عملیاتو طـ.وفان الاقصی طراح و، چې زرګونه اسرائیلو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د فلسطین د جهادي حرکت حماس مشر ښاغلی یحيی السنور د کلونو جهاد، زندان او ستړياوو ګالوو وروسته وړمه ورځ د اسرائیلو اشغالګرو سره په یوه مخامخ جګړه کې په شهادت ورسېد.

د یادونې وړ ده، چې د شهید السنوار پر شهادت د اسلامي نړۍ مسلمانانو سخته خواشیني څرګنده کړه او نوموړی یې د اسلامي امت یو زړور او نامتو جهادي مبارز قومندان یاد کړ.

تړلي موضوعات