د ایران برید اسرائیلي ملکیانو ته ۵۰ میلیونه ډالره زیان اړولی

د ایران برید اسرائیلي ملکیانو ته ۵۰ میلیونه ډالره زیان اړولی نړۍ
اسرائیلو کې د ایراني توغندیو له کبله اوښتي زیانونه

بلومبرګ رسنۍ تازه راپور کې ویلي، چې د روان کال اکتوبر میاشت کې پر اسرائیلي اهدافو د ایران پراخ توغندیز برید له ۴۰ تر ۵۰ میلیونه ډالره زیانونه اسرائیلي اشغالګرو ته اړولي دي.

بلومبرګ لیکلي، اشغالي فلسطین کې په تېرو دوو اونیو کې د شاوخوا ۲۵۰۰کورونو او د کسب کار مالکانو د بیمې له لارې د ور اوښتو زیانونو له کبله د پيسو غوښتنه کړې.

یادې رسنۍ ویلي، دا په تېره یوه کلنه جګړه کې اسرائیلو ته تر ټولو ستر زیان دی چې ور اوړي.

راپور کې ویل شوي، چې دغو ارقامو کې د صهیونیستي رژیم پوځي او هوایي اډو ته ور اوښتي زیانونه په پام کې نه دي نیول شوي، بلکی یوازي ملکي برخې ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

دغه شمېرې وروسته له هغې د رسنیو له لوري خپرېږي، چې پر اسرائیلو د روانې اکتوبر په لومړۍ نېټې د ایران تر برید وروسته اسرائیلي چارواکو د حقیقت پټولو او د دې برید کوچني ښودلو هڅه وکړه.

تړلي موضوعات