د غزې خلک په وينو لړلي بچيان ګرځوي؛ داسې برېښي لکه ۸۰ کاله پخوانی جاپان

د غزې خلک په وينو لړلي بچيان ګرځوي؛ داسې برېښي لکه ۸۰ کاله پخوانی جاپان نړۍ

د اتومي وسلو ضد د جاپاني سازمان «نيهون هيدانکيو» رئيس د غزې روانه جګړه په ۱۹۴۵ کال کې د جاپان له حالت سره پرتله کړې او څرګنده کړې يې ده، چې هلته خلک خپل په وينو لړلي بچيان په غېږو کې ګرځوي او حالات د ۸۰ کاله پخواني جاپان په څېر دي. 
دغه سازمان د جمعې په ورځ د نوبل د سولې جايزه ترلاسه کړه.

جاپان کې د اسرائيلو سفير دې څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او بې اساسه يې بللې دي.

د دې سازمان رئيس تيوشيوکي ميماکي د غزې روان حالت د دويمې نړېوالې جګړې په پای کې د جاپان حالت ته ورته وباله. دويمه نړېواله جګړه په ۱۹۴۵ کال کې هغه مهال پای ته ورسېده، چې متحده ايالاتو د جاپان په دوو ښارونو هيروشيما او ناګازاکي اتومي بمونه وغورځول.

لومړی اتومي بم د همدې کال د اګست په شپږمه نېټه په هيروشيما وغورځول شو او ۱۴۰ زره تنه يې ووژل.
له دې يوازې درې ورځې وروسته متحده ايالاتو دويم اتومي بم په ناګازاکي ښار وغورځاوه، چې ۷۴ زره تنه يې ووژل، ډېر خلک داسې وو، چې په چاودنه کې روغ پاتې وو، خو وروسته د اتومي شعاوو له امله مړه شول.

د ناګازاکي ښار ښاروالۍ د دې وحشت د ياد د ورځې مراسمو ته اسرائيلي سفير نه و غوښتی، چې له امله يې د امريکا، برتانيا او اروپايي ټولنې سفيران هم مراسمو ته نه ورغلل.

ياده دې وي، چې په غزه د اسرائيلو په روان یرغل کې اسرائيل بیا بیا د فلسطينيانو په نسل وژنه تورن شوي دي. 
رسمي شمېرې تر دې دمه له ۴۲ زرو د ډېرو فلسطينيانو د شهیدانېدو خبره کوي، خو غير رسمي شمېرې دا شمېر له دې ډېر لوړ بولي او څرګندوي چې په وژل شويو کې يوه لويه برخه کوچنيان دي، چې له تي‌خورو نيولې د ښوونځيو تر زده کوونکو په کې شامل دي.

تړلي موضوعات