سوریه کې د تحریر الشام پرمختګ، تازه یې د حماه ښار ځینې برخې ونېولې!

سوریه کې د تحریر الشام  پرمختګ، تازه یې د حماه ښار ځینې برخې ونېولې! نړۍ
سوریه کې د تحریر الشام ډلې پرمختګونه

سوریه کې د تحریر الشام ځواکونو د چټک پرمختګ او د حلب او ادلب ښارونو تر بشپړ نیولو وروسته حماه ښار کې لسګونه ښارګوټي او کلي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

 

د سوریې بشر حقونو مدیر رامی عبدالرحمن ویلي، د تحریر الشام ډلې مجاهدین د حماه ښار ۱۶ کلي او ښارګوټي نیولي او بشارالاسد رژیم پوځیانو له دې ښار څخه د حمص ولایت په لوري شاتګ کړی دی.

 

د دغه بنسټ په خبره، د تحریر الشام مجاهدینو تېرو ۲۴ساعتونو کې تر ۱۲۰ زیات ښارګوټي نیولي دي.

 

تر اوسه د اسد ځواکونو او تحریر الشام ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۳۲۷ تنه وژل شوي دي.

 

حلب چې د سوریې د صنعت او اقتصاد پلازمېنې په توګه د نړۍ له لرغونو ښارونو څخه دی دغه ښار په ۲۰۱۱ د سوریې د کورنۍ جګړې مخکې د بېلابېلو صنایعو د ۹۷ زره فعالو شرکتونو کوربه وه.

تړلي موضوعات