المان هم اسرائیلو ته د وسلو لېږدول بند کړل!

المان هم اسرائیلو ته د وسلو لېږدول بند کړل! نړۍ
انځور ارشیف

دا له فرانسې وروسته دویم اروپايي هېواد دی چې اسرائیلو ته د وسلو ورکړه بندوي.

د المیادین رسنۍ د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو او اقتصاد وزیرانو اسرائیلو ته د وسلو د ورکولو لړۍ بنده کړې ده.

المیادین په خپل راپور کې د جرمني چارواکو له قوله ویلي، المان دغه پرېکړه په غزه کې د روانې نسل وژنې په غبرګون کړې ده.

سرچینې د الماني چارواکو له په حواله ویلي، اسرائیل باید دوی ته لیکلی تضمین ورکړي، چې د دې هېواد وسلې به په غزه او یا نورو سیمو کې د ملکي وګړو پر ضد نه کاروي.

المان په نظامي او سیاسي برخو کې د اسرائیلو له مهمو ملاتړو شمېرل کېده، چې پر غزې د اسرائیلي یرغل پر مهال یې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو او نظامي تجهیزاتو مرستې اسرائیلو سره کړې دي.

د یادونې ده، چې غزه کې پر بې ګناه فلسطینانو د اشغالګرو اسرائیلو د بې درېغه بمباریو کې تر ۱۴۳ زرو وګړو ته تر مرګ ژوبلې اوښتو وروسته فرانسه او المان هغه هېوادونه دي، چې د اسرائیلو له ملاتړه لاس اخلي او صهیونیست رژیم منځني ختیځ کې د نسل وژونکي په توګه پېژني.

تړلي موضوعات