فرانسې د اسرائیلو له ملاتړ لاس واخېست
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره ورځ د غزې په جګړه کې د اسرائیلو ته د وسلو استول بند کړل.
د فرانسې ولسمشر دې پرېکړې د اسرائیلو لومړي وزیر غصه راپارولې.
بنیامین نتنیاهو د فرانسې ولسمشر ته په خطاب کې ویلي، د جګړې پر مهال اسرائیلو ته د فرانسې د وسلو نه ورکولو پرېکړه به تر جګړې وروسته فرانسې ته د شرم وړ ټکی وي.
فرانسې داسې مهال اسرائیلو ته د وسلو نه ورکولو پرېکړه کړې، چې اشغالګر اسرائیل پر ایران د برید لپاره چمتووالی نیسي.
د اسرائیلو لومړي وزیر په دې هېواد د تېرې اونۍ د ایران توغندیز برید ته ځواب خپل حق ګنلی او د سخت ګواز ورکولو ګواښ یې کړی، خو ایران بیا دې بریدونو ته وار دمخه د چمتووالی خبر ورکړی او ویلي یي دي، چې که اسرائیل کوم حرکت وکړي تر دې به دردوونکی ځواب ورکړی.