د حماس ځواکونو غزه کې د اسرائیلو لوړ پوړی نظامي چارواکی وژلی
د غزې جبالیا سیمه کې د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القـ.سام ځواکونو د اسرائیلي اشغالګرو د ۴۰۱ پوځي لوا مشر په سنایپر په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
د اسرائیلو ۱۲ تلوېزیون د اسرائیلو دفاع وزارت په حواله د دې خبر تائید کړی او ویلي یې دي، چې غزه کې د اسرائیلو لوړپوړی نظامي چارواکی وژل شوی.
۴۰۱ پوځي لوا د اسرائیلي اشغالګرو هغه څانګه ده چې د ټانکونو او شوبلو مسؤلیت په غاړه لري او د روانې جګړې په لړ کې مهمه لوا بلل کېږي.
پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو د تېر یو کلن یرغل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د اسرائیلو تر ټولو لوړ رتبه پوځي چارواکی په غزه کې د مجاهدینو لخوا وژل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې دا پېښه د غزې تراړې شمال لوري ته جبالیا سیمه کې رامنځته شوې، چې د درې اونیو راهیسې اسرائیلي اشغالګرو تر محاصرې او بمبار لاندې نیولې او ولس یې کوچېدو ته اړ کوي.