اسرائیل لبنان سره د جګړې پای ته ډېپلوماټیکې لارې چارې لټوي
الجزیره د اکسیوس خبري اژانس له قوله وایي، دا د اسرائیلو له لوري په لبنان کې د جګړې ډېپلوماټیک حل لپاره د تل ابیب د شرایطو په اړه د اصولو سند دی.
سرچېنې زیاته کړې، په همدې تړاو به نن د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر استازی «اموس هوچسټین» بیروت ته سفر وکړي او د لبنان له چارواکو سره به د شخړې د ډېپلوماټیک حل په اړه خبرې وکړي.
سرچینې په راپور کې راخیستي، د اصولو سند د پولې دواړو غاړو بې ځایه شویو ته اجازه ورکوي چې خپلو کورونو ته ستانه شی.
د یادونې وړ ده چې د سپتمبر له ۲۳ مې راهېسې اسرائیلو په لبنان کې جګړه پیل کړې او د پلازمېنې په ګډون د دغه هېواد په ګڼو سېمو یې بریدونه کړي.
د لبنان د رسمي معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې ۲۳۵۰ تنه مړه، ۱۰۹۰۶ تنه ټپیان او له یو میلیون څخه ډېر کسان کډوال شوي دي.